د ایران د بهرنيو چارو وزير له خپلې دندې استعفاء ورکړه

محمد جواد ظریف

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ کب، ۱۳۹۷ل): د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له خپلې دندې استعفاء ورکړه.

جواد ظريف خپله استعفا په ټولنيزه رسنۍ انسټاګرام کې اعلان کړې ده خو د ايران ولسمشر حسن روحاني د دفتر مشر محمود واعظي ويلي چې د نوموړي استعفاء نه ده منل شوې.

د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا هم د جواد ظريف د استعفاء خبر ورکړی دی او ليکلي يې دي چې د نوموړي استعفاء د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد عباس موسوي له لوري تائيد شوې هم ده.

جواد ظريف په خپل پيغام کې ليکلي دي چې د ايران له ولس څخه مننه کوی چې هغه يې زغملی دی او زياته کړې يې ده چې په کارونو کې د تيروتنو له امله بښنه غواړي او نور خپل خدمت ته دوام نشي ورکولی.

تيره ورځ د سوريې ولسمشر بشار الاسد ايران ته په خپل سفر کې د دې هيواد له ولسمشر او مذهبي مشر سره هم ليدلي وو خو په ياده ناسته کې هم ظريف نه و تر سترګو شوی.

محمد جواد ظريف له تېرو شاوخوا پنځو کالونو راهيسې د ايران د بهرنیو چارو د وزير په توګه دنده ترسره کوله او همدا راز د ایران د اتومي پروګرام په اړه له اړوندو هيوادونو سره د اتومي هوکړې له پاره د رول صلاحيت هم ورکړل شوی.