غزني؛ ګډو ځواکونو یو ډاکټر وژلی او مالي تلفات يې اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په رسنه بازار کې دولتي عسکرو د بهرنیانو په ملتیا چاپه وهلې او د ډاکټر صدیق الله مسلم په نوم یو تن يې وژلی دی.

پر ولسي وګړو دا عملیات چې تېره شپه ترسره شوي، پکې یو باب کلینک بشپړ ویجاړ شوی او ګڼ کورونه يې په بمونو الوزولي دي.

د غزني ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو پر یاد وحشت خواشيني ښوودلې او جنایت يې بللی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي: «د صدیق الله په نوم یو ډاکټر یې شهید کړی، د ګڼو کورونو او دوکانونو دروازې یې ماتې کړې، مالونه یې چورکړي او خلک یې له خپلو کورونو بهر په سړه هوا کې ایسار ساتلي.»

نوموړي د ملکي تلفاتو اړوند د یوناما د وړمې ورځې خپاره کړي راپور ته هم اشاره کړې: «دغه وحشت داسې مهال ترسره کیږي چې تیره ورځ د یوناما لخوا د ملکي تلفاتو په اړه یو راپور خپور شو چې دغه ډول وحشیانوته يې په کې تقریبا برأت ورکړی و او د ملکي تلفات د اکثریت پيښو عاملین يې د اسلامي امارت مجاهدین بللي وو.»

د پوځي شنونکو په باور حکومت د ملکي تلفاتو په وسیله غواړي د مذاکراتو په روان بهیر کې پر طالب سرتېرو فشار واچوي، خو دا بر عکس د حکومت پر وړاندې کرکه اوج ته رسوي او له ولس سره شته فاصله نوره هم پراخېږي.

په همدې حال کې د مشرانوو جرګې د دفاعي او امنیتي کمیسیون مشر هاشم الکوزي هم پر حکومت غږ کړی چې د جګړې تکتیک دې بدل کړي، چې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.