مشرانو جرګه د ملکي تلفاتو له امله د جنګي تکتیک د بدلون غوښتنه کوي

میدان وردګ؛ جغتو، بمبار کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): د مشرانو جرګې امنیتي او دفاعي کمیسیون وايي، حکومت باید د پراخو ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر په جګړه‌ییز تکتیک کې بدلون راولي.

که څه هم تېره ورځ د یوناما په خپاره کړي راپور کې د ملکي تلفاتو د پړې ګوته د حکومت مخالفو وسله‌والو ته نیول شوې وه، خو د مشرانو جرګې دغه کمیسیون پر حکومت ټینګار کوي چې د ملکي تلفاتو مخنیوي کې دې ګامونه واخلي.

خواله رسنیو کې هم د یوناما راپور یو اړخیز وبلل شو او په ګڼو هوايي بریدونو کې وروستیو ملکي تلفاتو ته په اشارې بهرني او دولتي ځواکونه د ډېرې برخې مسؤل بلل شوي دي.

طالبانو هم د یوناما دا راپور له انصافه لرې وباله او پر دې دفتر يې غږ وکړ چې د بشري جنایت له دې حساسې موضوع دې بده ګټه نه اخلي.

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمیسیون مشر هاشم الکوزی وايي، دولتي ځواکونه باید عملیاتو کې له خلکو سره مشورو ته پام وکړي.

هغه ویلي، دا ملکي تلفات د دې سبب کېږي چې د طالب سرتېرو لیکي لا پیاوړې شي، په وینا يې د جګړې تکتیک مرسته کولی شي چې د خلکو رضایت بېرته خپل کړل شي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل هم دا نه مني، چې هوايي بریدونه او د خلکو د اوسېدو پر ځای ډله‌ییز بریدونه مناسب تکتیک وبلل شي.

هغه وايي دلته چریکي جګړه روانه ده او باید حکومت «کمانډويي عملیات» ترسره کړي، نه دا چې ملکي سیمې په نښه کړل شي.

دا په داسې حال کې دی چې همدا تېره شپه د غزني په رسنه سیمه کې بهرنیو او دولتي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ډاکټر صدیق الله مسلم وژلی او په یاده سیمه کې یوازینی روغتيايي مرکز يې په بمونو الوزولی دی.