هند پاکستان کې هوايي برید کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هندي پوځ الوتکو د پاکستان په خاوره کې بمبار کړی او لسګونه تنه يې وژلي دي.

«انډیا ټوډې» په دې بمبار کې چې د دوی په وینا د وسله‌والو پر یو پنډغالي شوی، د وژل شویو شمېر سلګونه تنه بولي.

د راپورونه له مخې دا برید د خیبرپښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې شوی دی، چې د کشمېر له کنټرولېدونکې کرښې نږدې ۵۰ کیلومتره لرې پروت دی.

د پاکستان پوځ هم د الوتکو د ور اوښتو پخلی کړی دی او وايي چې بمونه يې په خرابه کې غورځېدلي دي، چې کوم تلفات يې نه دي اړولي.

د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دوی يې پر وخت ځواب کړی دی او هندي الوتکې بېرته تښتېدلې دي.

د روانې میاشتې په ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمېر کې یوه سرتېري برید کې نږدې پنځوس تنه هندي عسکر ووژل شول، چې پړه يې جیش محمد ډلې ومنله او هند دعوه کوي چې پاکستان له دې ډلې سره همکاري کوي.