هلمند؛ طالبانو ۱۲ عسکر په ضمانت خوشي کړي

فراه؛ په جګړه کې نیول شوي عسکر (ارشيف انځور)

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي هلمند کې يې په بېلابېلو جګړو کې ۱۲ تنه نیول شوي عسکر په تضمین خوشي کړي دي.

دا عسکر چې تر دوه کاله ډېر له طالبانو سره زندانیان پاتې شوي و، د هغوی د کورنۍ په دې تضمین چې بیا به د خپل ولس پر ضد وسله نه اخلي، له زندانه خوشي شول.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دوی ته د لارې کرايې هم ورکړل شوې او خپلو کورنیو ته واستول شول.

ګڼ هغه عسکر چې له طالبانو سره زنداني شوي، له خلاصېدو وروسته يې روحیه بدله شوې وې او ډېری بیا جګړې ته زړه نه ښه کوي، چې علت يې د طالب سرتېرو چلند او د هغوی له لوري فکري روزنه بلل کېږي.

طالبانو د دې زندانیانو د خوشي کېدو تر څنګ خپل زندانیان هم یاد کړي: «د کابل ادارې په زندانونو کې بندیان وخت په وخت د دښمن له غیرانساني او ناوړه چلند او په محاکمو کې له ظلم او جبر څخه شکایت کوي.»

وړاندې تر دې به ګڼ نیول شوي عسکر له طالب زنداڼي سرتېرو سره تبادله کېدل، خو په وروستیو کلونو کې د ځينو سرچینو په حواله، حکومت د خپلو عسکرو په اړه بې پروايي اوج ته رسولې او اړوند يې هیڅ معاملې ته نه حاضرېږي.