غزني؛ جاغوري کې بمبار غبرګې پوستې له منځه وړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو پر دوو پوستو بمبارې کړې چې بشپړې يې له منځه وړې دي.

ځايي سرچینې وايي تېره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند حوت‌قول سیمه کې دوه پوستې هوايي برید کې له منځه تللې دي.

د غزني ځايي چارواکو هم د پېښې پخلی کړی او د دې ولایت د والي ویاند عارف نوري وايي، د غلط کوردینات له امله پوستې په نښه کړل شوې دي.

د غزني د ولایتي شورا رییس نصیر احمد فقیري هم ورته څرګندونې لري او وايي چې عملیات د ګډو ځواکونو له لوري شوي دي، چې پکې اته تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالب ویاند ذبیح الله هم مجاهد وايي، پېښه کې د استخباراتي ادارې اته افسران وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

هغه لیکلي: «تیره شپه د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ هوتقول سیمه کې امریکایي اشغالګرو د کابل ادارې د استخباراتي کارمندانو په پوستو بمبارکړی. په پیښه کې ۲ پوستې په بشپړه توګه ویجاړې شوې، د استخباراتي ادارې ۸ تنه افسران وژل شوي، ۴ نور ټپیان شوي دي.»

وژل شوي ټوپک‌وال د حکومت د هغې پروژې برخه دي، چې «سیمه‌ییزه اردو» يې بولې، نږدې میاشت وړاندې مسلح کړای شول او د جاغوري تر څنګ په مالستان او ناور کې هم ځای پر ځای کړل شول.