نړۍ

وزیرستان: پرون د جمعې په ورځ امریکايي بې پلوټه الوتکو ملکي کسان په نښه کړه

north_and_south_wazeristan

نن ټکی اسیا: پرون امریکایی بې پلوټه الوتکو په وزیرستان کې د ملکي کسانو یو موټر په نښه کړ، چې له امله یې څلور کسه ملکي وګړي وژل شوي.

ویل کیږی چي موټرله میرعلي څخه دخایپورکلي په لور روان وو، له سیمی څخه عیني شاهدان وایی چي پیښه کی څلور کسه وژل شوي


د عینی شاهدانو په وینا امریکایی الوتکو دوه نورمزائیل دخلګو پرګڼه ګوڼه باندی هغه وخت فیر کړه کله چي دسیمي خلک د موټرد سورلیو د ژغورلو لپاره منطقی ته ورغله.
خلګ د قربانیانو په ژغورلو بوخت وه چي الوتکو یو ځل بیا برید وکړ او ۴ کسه یی  نور ووژل.
د امریکایي برید کوونکو له خوا په دې بسنه نه وسول، او په سیمه کې یو بل موټر تر برید لاندي راوست، چې له امله یې دوه نور ملکي کسان ووژل شول.
ځینی سرچینی وايي چې دریم برید کې کیدای سی د القاعده شبکې وګړي په نښه شوي وي.
خو ازادو رسنیو تر اوسه پوري ددی خبري پخلۍ نده کړي چي ددریم برید قربانیان القاعده وه اوکه دسیمي بي ګناه خلګ.
بخت الرحمن بخت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x