
د مذاکراتي پروسې په شنډولو کې د غني ناکامي – سرلیکنه
نن ټکی اسیا- سرلیکنه: په مسکو کې د طالبانو او د هیواد د ټولو سیاسي جریانونو د استازیو ترمنځ د بین الافغاني تفاهم وروستۍ مهمه غونډه د کابل رژیم له شتون پرته په کامیابي تر سره شوه.
کابل رژیم له یادې غونډې څخه د ملاتړ پر ځای د هغې په اړه ناسمې څرګند ونې وکړې او همدا راز یې مسکو ته د طالب استازیو د سفر په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته شکایت وکړ.
تر دې وروسته چې کله د روانې میاشتې په ۲۵ مه نیټه په قطر هیواد کې د طالبانو او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د مذاکراتي بهیر په تسلسل کې پنځمه غونډه کیده ؛ کابل رژیم بیا قطر هیواد ته د طالب استازیو د سفر په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو موضوع را سربیره او دوحې ته یې د طالب پلاوي د سفر د مخنیوي هڅه وکړه.
خو دا چې اوس په افغانستان کې عیني واقعیتونو د ۲۰۰۲ کال په نسبت کاملا تغیر خوړلی دی او په طالب چارواکو باندې پرسفري تحریمونو سر بیره نور ډیر مسائل ورسره بدل شوی ؛ ځکه نو دوحې ته د طالب مذاکراتي ټیم د سفر د مخنیوي په اړه د کابل رژیم هڅې ته هیچا هم اعتناء و نه کړه او هغوی وکړای شول په عادي ډول په مذاکراتي غونډې کې ګډون وکړي، چې په دې سره په ملګرو ملتونو کې د کابل رژیم دیپلوماتیک حیثیت نورهم بي اعتباره او تر پښو لاندې کړل شو.
د مقاومت په جبهه کې په امریکایانو باندې د طالبانو پوځي بریا هغه لامل دی چې د هیواد پر سیاسي معادله یې ښکاره اغیز لرلی او د طالبانو په اړه یې نړیوال ذهنیت کاملا بدل کړی دی.
خو کابل رژیم د خپلې پوځي او سیاسي ناتوانې له وجې دومره کمزوری شوی چې د هیواد په سیاسي معادله کې د خپل حیثیت او مقام درک هم نه شي کولای ، ځکه نو له نړیوالو او ملګرو ملتونو څخه داسي غوښتنې کوي چې هغه له دوي پرته بل هیچا ته هم د منلو وړنه وي.
دا مظلوم غلام هغه وايى چى بادار يى ورته ووايى.
داسى شكارى چى بادار يى نغوارى په سمه توگه دولت طالبانو ته ور تسليم كرى ، غوارى چى طالبان يى په زوره واخلى او جنگ وشى .
دا هم د امريكا او مزدور دولت پوچ سوچ او انگيرنه ده ، د كفارو د اخرى غاصب تر وتلو مخكى به ودى غلام دولت ته سوك نه وى پاته .