کابل؛ د ملکي تلفاتو په غبرګون کې پراخ لاریون روان دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): کابل ښار کې سلګونو هېوادوالو د بمباریو او شپنیو عملیاتو په پایله کې د وروستیو ملکي تلفاتو په غبرګون کې لاریون کړی دی.

دا لاریون کوونکي چې لاریون يې لا هم روان دی، هوډ لري چې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په دروازه کې په اعتراضي ډول را ټول او د وروستیو ملکي تلفاتو په اړه يې اقدام ته وهڅوي.

دوی له ځانونو سره بېلابېل شعارونه لېږدوي، چې د دیني مقدساتو ورانی پکې غندل شوی او د ماشومان د وژل کېدو علت پوښتي.

لاریون کوونکي د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي، د ړوندو بمباریو او شپنیو عملیاتو بندېدل غواړي او ټينګار کوي چې که يې غږ وانه ورېدل شي دې حرکتونو ته به لا پراختیا او دوام ورکړي.

لاریون چې په سر کې يې کابل مېشتي د میدان وردګو اوسېدونکي دي، دوی په ټول هېواد په تېره بیا دې وروستیو کې د شپنیو عملیاتو او بمباریو په پایله کې میدان وردګو ولایت کې د ملکي تلفاتو غندنه کوي.

خواله رسنیو کې دا حرکت ستایل شوی او له لاریون کوونکو سره د ملاتړ او همکارۍ غږونه پورته شوي دي، خو برعکس د ملکي تلفاتو اړوند د ارګ د شریکانو چوپتیا غندل شوې ده.

د کابل پوهنتون استاد او د چارو څارونکی فیض محمد ځلاند پر خپله فیسبوک‌پاڼه د لاریون کونکو له تصویرونو سره لیکلي: «همدا شېبه زرګونو هېوادوالو کابل کې د ملکي وژنو خلاف، د وردګو د وروستۍ پېښې په پار، لاریون پیل کړی دی. لاریون به د بشر د حقونو د کمیسون د فتر مخ ته تم کیږي، د بشر د حقونو کمیسون کې د (سپي) حیثیت له افغان ـ انسان اوچت دی، دا کمیسون د افغان انسان په جامه تور داغ دی. بل لور ته په ارګ کې د (ټامیانو بابا) په افغان وژنه، بمبار او شپنیزو عملیاتو خوله ګنډلي، موږ ستر ټولنیز بدلون ته اړتیا لرو.»

دا لاریون په داسې حال کې کېږي، چې پرلپسې، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ او غزني کې دیني مراکز او د ملکي وګړو د اوسېدو ځايونه په نښه شوي او تازه تېره شپه د غزني په ګیلان کې ګډو ځواکونو یو تن ډاکټر وژلی او د روغتیايي مرکز په ګډون يې ګڼ ملکي کورونه او دوکانونه هم په بمونو الوزولي.

د میدان وردګو ولایت یوازې په جلګه ولسوالۍ کې په وروستیو «عملیاتو» کې لاندې کسان ټپیان او وژل شوي دي، چې معلومات يې د نن ټکی اسیا ځايي همکار راسره شریک کړي دي:

۱-جګړن عبدالجلیل انیس

۲- د جګړن عبدالجلیل مېرمن، چې ژول شوې

۳- دوه ویشت کلن فواد، چې د شفا پوهنتون د غاښونو د طب د دویم کال محصل دی، ټپي شوی

۴- څوارلس کلن عنایت الله (عبدالوارث) چې د ښوونځي زده کوونکی و، وژل شوی دی

۵- دولس کلنه بې بې زینب ټپي شوې ده

۶- اوه کلن رفیع الله (منیب) چې د دویم ټولګي زده کوونکی هم ټپي شوی دی

۷- شپږ کلنه بې بې زینت وژل شوې

۸- پنځه کلنه فاطمه وژل شوې

۹- ۱۵ کلن وحید الله چې د دې کور کارګر و، وژل شوی دی

د چارو شنونکي پر دې باور دي چې حکومت د ولس په نښه کولو سره غواړي د سولې روان بهیر کې پر طالبانو فشار راولي، خو باوري دي چې برعکس دا ډول هڅې د ولس او دولت تر منځ شته فاصله نوره هم پراخوي.

تېره ورځ د مشرانو جرګې دفاعي او امنیتي کمیسیون هم پر حکومت غږ وکړ، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر دې پر جګړه‌ییز تکتیک بیا غور وکړي.

تبصرې (1)