افغانستان

نيويارک ټايمز: امریکا طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته هڅولي، خو هغوی رد کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو په اړه په يوه مطلب کې ويلي، چې امریکايي  پلاوي له طالبانو افغان حکومت سره د خبرو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه رد کړې ده.

نيويارک ټايمز لیکلي، د پخوا په پرتله د قطر روانې خبرې جدي مرحلې ته رسیدلي او په افغانستان کې د امریکا او ناټو مشر قومندان جنرال اسټن سکاټ ميلر هم په ګډون لري.

ورځپاڼه زياتوي، تېره ورځ له تعارفي  مجلس ورووسته نن د افغانستان روانې جګړې د سوله ييز حل  په جزياتو خبرې کيږي.

نيويارک ټايمز دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې تېره ورځ د لومړي ځل لپاره د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم له امریکايي پلاوي سره په ناسته کې ګډون وکړ.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، چې له ملا برادر سره يې غرمنۍ يو ځای وخوړه او روانو خبرو ته يې خپلې هيلې ښکاره کړي دي.

خلیلزاد  زياتوي، چې روانو خبرو ته ځکه هيله من دی، چې د طالبانو بااختیاره پلاوی په کې ګډون لري.

طالبانو هم د قطر روانه ناسته ګټوره بللې ده.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې شونې ده له امریکايي جهت سره د تيارې شوې مسودې هوکړې ته ورسيږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې به درې ورځې روانې وي او د اړتيا په صورت کې نورې هم غځېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

د کابل حکومت سره خبری ضروری دی ځکه چی هغوی هم د جنګ یو طرف دي او دا خو به ناشونی وی چی سوله بدون له خبرو د کابل له حکومت سره منځ ته راشی. خو پدی هم پوه شی چی د هند او پاکستان تر منځ هم حالات ډیره خراب شوي او دا د سولی خبری هم د منطقی د سیاست او د اقتصادی د وضعیت د تغیر له وجی دی نه دا چی څوک د افغان د هوسایی او امنیت لپاره یا د خدای لپاره سوله کوی. کچیری د الله په خاطر سوله کیده نو دا شل کاله… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

که طالبان له کرزی اواشرفغنی سره خبری وکی خپلی ټولی خوارۍ اوجهادبه یی عبس سی داهغه پیژندلی سوی څیری دی چه په هیڅ حالت کی دافغانستان پرخونریزیوزړه ونسوآیااوس صالحان او وطن فرسته سول چه دطالبانواتحاداوځنځیر وشلیږی خودپرستان بیرته امریکایان اوناټوراولی ،ددی ظالمانوریښی بایدوخیژی دوی درواغجن،پریب کوونکی اوبیرحمه انسانان دی په هیڅ صورت اعتبارباید په ونه سی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x