جاپانی وزیر په درې دقیقو تاخیر بخښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ کب، ۱۳۹۷ل): د جاپان د اولمپکس لوبو وزیر «یوشي تاکا ساکورادا» یوې ناستې ته د درې دقیقو په ناوخته تګ له ناستې ګډونوالو بخښنه وغوښته.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د اولمپکس لوبو وزیر پارلیماني ناستې ته درې دقیقې ناوخته لاړ، خو په خپله غلطۍ یې اعتراف وکړ او د ګډونوالو څخه یې بخښنه وغوښته.

حیرانونکې لا دا وه چې د ناستې ګډونوالو د نوموړي بخښنه ونه منله، او د ناستې څخه یې د پنځه ساعتونو لپاره پریکون وکړ، ددوی دریځ دا و چې د وزیر تاخیر سره د پارلمان وقار او عزت کمیږي.

پر یوشي تاکا نېوکې نوې نه دي، بلکې نوموړی د جاپان سایبر امنیتي دوسیو لیکونکی هم دی، په دې مهمې دندې ترسره کولو سربېره نوموړي پخوا اعتراف کړی و چې آن د کمپیوټر پرانیستل یې هم نه دي زده.

له هغې وروسته پر نوموړي د اپوزیسیون لخوا یو شمېر نیوکې وشوې او د استعفا ورکولو غوښتنه یې هم ترې وکړه، پر یوشي تاکا سروی شوې وه چې ۶۵ سلنه خلکو نوموړی پر غفلت تورن کړ او زیاته یې کړه چې خپلو مسوولیتونو ته ژمن نه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د