افغانستان

کرزی: د قطر په روانو خبرو کې د ملا برادر ګډون اغېزناک دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو ته خوشبيني ښودلې او په دغه ناسته کې يې د ملا برادر ګډون ګټور بللی دی.

حامد کرزي په خپلو څرګندونو کې د قطر روانو خبرو ته هيله ښکاره کړې او زياته کړې يې ده، چې د افغانستان بحران باید ژر تر ژره له سوله ييزې لارې پای ته ورسيږي.

پخوانی ولسمشر له تېر اوږده وخت راهيسې ټينګار کوي، چې امریکا د افغانستان جګړه نه شي ګټلی او بايد روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي په داسې حال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو ته خوشبيني ښودلې، چې د امریکا او طالبانو سربېره ډېری عام افغانان او نړیوال څارونکي  هم روانو خبرو ته خوشبينه دي.

د امریکا مشر مرکچي زلمي خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې طالبانو سره روانو خبرو ته ځکه خوښ دی، چې د هغوی با اختياره استازي په کې ګډون لري.

طالبان هم د سولې روانو خبرو ته هیله من دي او وايي، چې کېدای شي د امریکايي او طالبانو ګډ ټيم له لوري تياره شوې مسوده هم لاس ليک شي.

طالبان وايي، چې امریکايي پلاوي سره د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارولو په موضوع خبرې کيږي.

کارپوهان وايي، که امریکايي لوری د خبرو له اصلي اجنډا ونه وځي، هيله شته، چې روانه ناسته يوه ښه پایله ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x