نړۍ

کابلوف: د امریکايي پوځيانو په وتلو افغانستان کې د واک تشه نه راځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتين خاص استازي ضمیر کابلوف ويلي، چې د امریکايي پوځيانو په وتلو سره په افغانستان کې د واک تشه نه رامنځته کيږي او امريکا بايد په مسؤولانه  توګه له افغانستانه ووځي.

کابلوف وايي، چې امریکا بايد له طالبانو سره خپلې خبرې يوې ښې پایلې ته ورسوي او خپلې پوځي اډې په افغانستان کې ختمې کړي.

دغه روسي ډيپلوماټ د يو شمېر کارپوهانو او افغان چارواکو هغه ا ندېښنې هم بې ځايه بللي، چې د امریکايانو په وتلو به په افغانستان کې د واک تشه او نا امني رامنځته شي.

دی وايي، چې افغانستان هغه وخت نا امنه کيږي، چې امریکايي اډې په افغانستان پرتې وي او يا هم امريکايي پوځيان په غیر مسؤولانه توګه افغانستان پرېږدي.

طالبان وايي، چې امریکايي پوځيان بايد له افغانستانه ووځي او د بهرنيانو له وتلو وروسته به هېچا ته د ګډوډۍ جوړولو اجازه ور نه کړي.

د طالبانو وياند او د قطر د سياسي دفتر استازو په خپلو تکراري څرګندونو کې ويلي، چې د راتلونکي حکومت جوړولو لپاره به له ټولو سياسي ګوندونو، علماوو او کارپوهانو سره مشورې وکړي او د پخوانيو تجربو څخه په استفادې به داسې يو نظام جوړ کړي، چې  ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د واک تشه خو همدا اوس عملاً رامنځ ته سوې ده. د حکومت په هره برخه کي يې له اشرف غني څخه ورخ وړی دی. خپل کارمندان او چارواکي يې داسي نه بولي لکه دخيرک مور . مامور له کاره ګوښه کړي، خو په قول يې نه کوي او په زور خپل کار ته ادامه ورکوي(بېلګه يې محقق دی). مامور مقرر کړي ، خو خلک يې کار ته نه پرېږدي(د وردګو ولايت ته يې ښاواله ټاکلې وه، خو پرې نه ښوول سوه چي هلته کار وکړي ). کابل ته غځېدلي لويي لاري د ده د نه لياقت او ناسمي رهبرۍ… نور لوستل »

جميل

ان شاءاللهُ تعلی د طالبانو به وی . اسلام عليکم ورحمته الله و برکاته ډير واقعيتونه مو سره را څيړلی محترم همت صاحب کوم عيبونه چی تاسو د دی شرير او مزدور دولت په ډير ښه ډول بيان کړی بيا هم د دی شريرو لپاره لږ دی . که مونږ په دقيقه د طالبانو کرامو خبرو او اعمالوته د لمړی سره تر اوسه ښه ځير سو داسی کوم خاص او مهم شواهد به مو په لاس رانسی چی ګوندی پدی وخت کی د کوم مجبوريت په اساس پاکستان او يا کوم بل ګبر ته دوی غاړه کږه کړی وی او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x