کابل رژیم نور خپل دیپلوماتک اعتماد بایللی دی

شاهد غزنیوال

له ستونزې پرته قطر هیواد ته د طالب مذاکراتي ټیم رسیدل دا په ډاګه کوي چې پرطالب چارواکو د ملګرو ملتونو امنیت شوری سفري تحریمونه نور کوم اهمیت نه لري.

ځکه په یاد ټیم کې پر ملا برادر سربیره نیږدي ټول هغه طالب لوړ پوړي چارواکي وو چې نومونه یې د همدې تحریمونو په لیست کې شامل دي.

خو دا چې یاد ټیم وتوانیده د کابل له مخالفت سره سره قطر ته په رسمي سفر ولاړشي معنی یې دا ده چې نه نور د سفري تحریمونو موضوع اهمیت لري او نه یې هم په اړه د کابل رژیم رسمي شکایت ځای نیسي.

د تیر ۲۰۱۸ کال د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ سرمشریزې کې د ښاغلي غني له لیدو څخه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر انکار وروسته د طالبانو د سفر د تحریمولو په اړه د نوموړي د رسمي په مقابل کې د ملګرو ملتونو بي اعتنايي یو بل دروند ديپلوماتیک ګوزار دی چې په کابل رژیم باندې کیږي.

خپل منځي اختلافات، ولسي بي باوري او په پوځي لحاظ د طالبانو په مقابل کې ښکاره ناکامي هغه عوامل دي چې د ولسمشر غني حکومت یې له سترو ننګونو سره مخ کړی دی.

که څه هم چې ښاغلی غني له یادو ننګونو سره د مقابلې په غرض خپلې وروستۍ هڅې کوي او د تشریفاتې لويي جرګې جوړولو او یاهم د ده له لوري د ولسمشریزو ټولټاکنو پر وخت ترسره کیدو ادعاوې کوي ، خو واقعیت دا دی چې د ده حکومت نورهغه اعتبار او باور له لاسه ورکړی کوم چې تقریبا یوکال وړاندې ترې برخمن و.

ځکه د حکومت اپوزیسون په پشپړه توګه یاد حکومت تجرید کړی او د مسکو په کانفرانس کې یې خپل ملاتړ له طالبانو څخه اعلان کړ.

د مسکو تر غونډې وروسته له ښاغلي کرزي نیولې تر محقق ، اسمعیل خان او قانوني پوري ټول د غني په نسبت د طالبانو د دریځ تائید کوي او د مسکو غونډې په وړاندې یې د ښاغلي غني موقف ګیري غندي.

له کابل رژیم سره نړیوال تعامل هم له ملي تعامل څخه سرچینه اخلي ، دا چې نړیوال ګوري چې افغاني مطرح سیاسیون او په مجموع کې ټول افغان ولس له ښاغلي غني څخه لاره بیلوي دوی هم ورسره په سیاسي او ديپلوماتیکو تعاملاتو کې بدلون راولي.

خو د غني پاشل شوی او سقوط ته نیږدي رژیم دومره ناتوانه دی چې د خپل ځان په اړه د نړیوال ذهنیت تغیر هم نشي محسوسولی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

تاسو خو په والله که چندان توره کړی وي. د اسلام نوم مو په دنیا کی بد کړل. د انتحار او ځان وژنی دستور مو د اسلام په تاریخ شامله کړ هغه کار چی کفر یی هم په والله که وکړی. اوس چی هند پاکستان ببر شوی غواړی چی زر تر زره د افغانستان لخوا ځانونه ستاسو په وسیله بیغمه کړی او خپلی غوښی حکومت دلته راولی.

جميل
میلمه
جميل

د کابل مزدور رژيم نور خپل ټوله اعتماد بايللی ، زکندن ته نيژدی دی خپلی آخری سلګی وهی .

لونګ
میلمه
لونګ

اوس چی امریکایانو هم خپل مهال ویش له ۵-۳ کلو پوری اعلان کړ دا جنګ به نور طالبان څه شرعی مشروعیت ور په برخه کړی؟ نور به هم څوک په نوم د جهاد دی جنګ ته تیار وی؟ زه فکر کوم چی د کابل د حکومت تله به ډیره درنه وی نسبت په طالبانو. دا بی پاسپورته طالبان چی کورونه یی تر اوسه پاکستان کی ګروګان شوی له مستقل حکومت سره برابره وې؟ کابل هر څه چی ده دری نیم لکه منظم فوځ لري، یوه اداره ده، طالبان خو ټول ولس یی پیژنی یا په کو اسقاط کی ناست وی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

په جواب نه ارزى ، الله(ج) همداسى و شيطان ته ورخوشى كرى يى