نړۍ

پاکستان: د هند تېري ته به هيښوونکي ځواب ووايو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، چې د پاکستان پر خاوره د هندي الوتکو د تيري به په مناسب وخت او مناسب ځای هيښوونکی ځواب ووايي.

عمران خان دا څرګندونې د ملي شورا بیړنۍ ناستې نن وروسته تر  هغه کړي، چې تېره شپه هندي الوتکو د پاکستان په خاوره کې بمبارۍ کړې وې.

هند ويلي و، چې بالاکوټ سيمه کې يې د جیش محمد ډلې پر مرکز برید کړی دی.

د پاکستان صدر اعظم د ملي شورا ته په خپله وينا کې وويل، چې د هند د تيري پر وړاندې به نړيوالې ټولنې ته خپل شکايت وکړي.

د عمران خان په مشرۍ د ملي شورا په نننۍ ناسته کې د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي، دفاع وزير پروېز خټک او يو شمېر نورو لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکو ګډون کړی و.

شاه محمود قريشي اسلام اباد کې رسنيو سره په خبرو کې د هندي الوتکو تیری غندلی، خو زياته کړې يې ده، چې حالات ترينګلي دي او داسې څه ويل نه غواړي، چې ورسره وضعيت نور هم ترينګلی شي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور ويلي، چې هندي الوتکې کشمير کې له کنټرول کرښې درې کيلومټره لرې د پاکستان خاورې ته اوښتي او هلته يې بمباري کړې، خو د خیبر پښتنوخوا مانسهرې ولسوالۍ بالاکوټ سيمې اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه يې د چاودنو غږونه اوريدلي دي.

جنرال غفور وايي، هند پاکستاني پوځيان په دوو برخو کې بوخت ساتلي وو، خو هندي الوتکو درېيم ځای په نښه کړ، خو زياتوي، چې په دغه بمبارۍ کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په عين حال کې هندي چارواکو ويلي، چې بالاکوټ سيمه کې يې د جیش محمد ډلې تر ټولو ستر مرکز په بشپړه توګه ويجاړ کړی او ۳۵۰ کسانو د وژلو ادعا يې کړې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويجي ګوکلي وايي، چې دا بريد يې د هند پر خاوره د ممکنه بريد د مخنيوي په موخه کړی، خو پاکستاني چارواکو د هند ادعا رد کړې او زياتوي، چې هندي الوتکو په ځنګلي سيمو کې بمبار کړی او چا ته په کې زيان نه دی اوښتی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

د پاکستان د صدراعظم قریشی بی مسؤلیته خبری چی وایی کچیری هند پر پاکستان حمله وکړه نو د افغان د سولی خبری به هم زیانمنی شی. دا خو یوه واضحه خبره ده ځکه چی طالبان به بیا کشمیر خواته ځی د پاکستان د دفاع لپاره. دا داسی ورښیی چی ګوندی طالبان د پاکستان د اثر لاندی دی او کچیری پاکستان و نغواړی سوله نشی راتلای. د افغان د سولی خبرو یی د هند پر حملی څه. االله د شل واری خبرابه کړي خو چی یو وار په جنګ کی تاسی هم ګیر شی چی د سولی پر قدر او معنی… نور لوستل »

غ.حضرت

هیله ده چي هند او پاکستان د جګړې د بدو پایلو له درک او درد څخه بې برخی پاتی نه شی.په جګړه کی بېګناه انسانان وژل کیږی خصوصاً که دا جګړې د هوائي ړندو حملو په بڼه وی.
د یو افغان پتوګه د هندی افراطی هندواڼو حکومتی پالیسی او همدارنګه پاکستانی ماجراجو حکومت کړنی د منلو وړ ندی او ددې دواړو خبیثو حکومتونو ناوړی کړنی زموږ پر بدی ورځی نور هم منفی اغیزې درلودلای شی.

مجاهد

شوونځی کی به مو د دجال خبری اوریدلی چه داسی او داسی ښکاره نښی به لری خلکو ته وایی زه مو خدای یم سجدی راته کوی اکثریت خلک به ورته سجدی کوی . نو زما زړه کی به ګرځیدله چه دجال راتګ ته خو به ډیری پیړی پاتی وی زمونږ زوند کی خو به نه راخی چه ویی وینم خو ما به ویل چه د هغه وخت خلک به څومره احمقان وی چه د دجال د ښکاره نښو سره سره به بیا هم دجال ته سجدی کوی ؟ د الله ج ګړو ته حیران باتی شوم چه دجال ته څو… نور لوستل »

حکیمي

جینګې داړې ورته ژاړې نه دې رنګ دمسلمان ده نه کارونه بې غیرته حکیم الله مسید بیت الله مسید اونیک محمد غوندې مېړونه دې پخپله زندۍ کړل دکنړ اولسونه دې بې وجې په توغندیو وویستل پښتانه قبایل دې دربدر خاک به سر کړل داهغه کارونه وو چي هر چا کولای شول ځکه موږ پښتانه د ۴۸ صلیبي هیوادونو د نظامي تاړاک سره مخ وو زموږ دخاورې دلاندې کولو هڅه دې وکړه په سپین سترګۍ راوړاندې شوې پوستې دې رامخې ته کړې زموږ په خوله کې لومه وه او دصلیب ځریو ته دامسلی مهمې نه وې خو او س دې هندو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x