افغانستان

ملا برادر د قطر صدر اعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره ليدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): ملا عبدالغني برادر له امریکايي پلاوي سره له ليدو وروسته نن د قطر مرستیال صدر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن سره ليدلي دي.

تر اوسه د ملا برادر او قطر بهرنیو چارو وزیر تر منځ د خبرو جزيات نه دي روښانه شوي، خو دا لومړی ځل دی، چې د يوه دولت لوړپوړی چارواکی له طالب استازو سره مخامخ ناسته کوي.

ملا برادر، چې د طالبانو د مشر شيخ هبةالله اخندزاده سیاسي مرستيال او د قطر سياسي دفتر مشر دی، تېره ورځ يې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکاي  پلاوي سره د سولې په اړتيا، ميکانیزم او د طالبانو د پلاوي په صلاحيت  خبرې کړې وې.

زلمي خلیلزاد هم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و، چې له ملا برادر سره يې غرمنۍ يو ځای خوړلې او زیاته کړې يې وه، چې د قطر روانې ناستې ته  ځکه هيله من دی، چې د طالبانو بااختياره استازي په کې ګډون لري.

تېره ورځ له تعارفي  ناستې وروسته نن د طالبانو او امریکايي  استازو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي، چې ډېری تمرکز يې د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د امريکا پر ضد نه کارلو په موضوع دی.

د چارو څارونکي وايي، چې د طالبانو او امریکا روانې خبرې رغوونکې دي او شونې ده، دواړه لوري يوې ښې پایلې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x