نظــر

د ولسي خلګو د عام وژنې په خلاف ولسي غبرګون

احمد مختار

په روانه میاشت کې په کاپیسا، لوګر، میدان وردګ او غزني کې په پرلپسي ډول امریکايي او داخلي ځواکونو پر ولسي خلګو ، مساجدو، ښونځیو او صحي مراکزو بریدونه کړي چې له امله یې خلګو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ملکي خلګو د عام وژنې وروستۍ پیښه د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د رسنې بازار پر یوه روغتیايي کلنیک باندې د ګډوځواکونو هغه برید دی چې په ترڅ کې یې د صدیق الله مسلم په نوم یو تن ډاکټر وژل شوي ، روغتیايي کلنیک یې په بشپړ ډول ویجاړ کړی او د هغه په څنګ کې د ولسي خلګو کورونه هم په بمونو الوزولي دي.

په غزني ولایت کې د امریکايي بمباریو او شپنیو عملیاتو په لړ کې د یاد کلنیک سوځولو ترڅنګ په عین همدې ورځ ګډو ځواکونو یو پوځي مرکز هم بمبار کړی چې له امله یې د دفاع وزارت مربوط ۹ تنه دولتي عسکر وژلي دي.

د کابل رژیم بیواکه او مزدور چارواکي پر مظلومو افغانانو د امریکايي اشغالګرو دغه ټول مظالم او وحشتونه ویني او په وړاندې یې د هیڅ ویلو جرئت نه لري .

د هغوی بي تفاوتي امریکایان دومره سره سترګې کړي چې ډیر ځله یې د رژیم د دفاع وزارت مربوط پوځي مراکز هم په نښه کړي او هلته میشت ګڼ شمیرداخلي عسکر یې وژلي او ژوبل کړي دي ، چې ژوندۍ بیلګه یې همدا د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د حوتقول په سیمه کې د محلي ځوکونو د پوځي مرکز په نښه کول دي چې له امله یې ۹ تنه اخلي پوځیان وژل شوي دي.

ارګ مشر او ورسره اردلیان یې د امریکايي مظالمو او وحشتونو په دغې خونړۍ انتهاء کې هم د بي ضمیر او بي شخصیته موجوداتو په توګه د فاسد واک د دوام لپاره غورځې پرځې کوي او په رسنیو کې د عام ذهنیت د اغفال لپاره داسې څرګندونې کوي لکه عام ولس چې نه د دوي د فجائعو بیلګې لیدلې وي او نه یې هم د فاسدې واکمنې ترخې پایلې.

هغوی په داسې حال کې چې په کابل ښارکې د سلګونو زره بهرنیو او داخلي ځواکونو تر حمایت لاندې د کانګريټي دیوالونو شاته پټ دي په خورا وقاحت او عوامفریبي سره ولس ته اعلان کوي چې څوک وايي په وطن کې نا آرامي او د هیواد زیاته برخه د طالبانو تر واکمني لاندې ده ؟!.

افغان مظلوم ولس چې نور یې همدا بي ضمیره ، بیواکه ، مزدور او پردي پال فاسد کرکترونه ښه پیژندلې او تري مایوسه شوی په خپله یې د امریکايي یرغلګرو د بدمعاشي خلاف اقدام کړی او په لومړني غبرګون کې یې همدا نن په کابل ښار کې د امریکایانو او د هغوي د مزدورانو لخوا د بیوزله ولسي وګړو د عام وژنې خلاف یو لوی تر تاسري لاریون وکړ.

دا لاریون چې په هغه کې ولسي مخور، عالمان ، د کابل پوهنتون استادان او ګن ښمیر کابل ښاریان برخه لري که خدای کول نور به هم پراخیږي او ځواکمن کیږي او د دغسي واقعي ولسي پاڅونو په برکت به د اشغالګرو د بدمعاشي مخه نیول کیږي ان شاء الله .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د اسلامی امارت د تبليغ او جلب او جذب د محترمی اداری څخه هيله لرم چی د ښاری څانګو و مظاهرو ته پاملرنه وکړی . زما په اند دا مظاهری به څه نا څه بمباری لږ کړی ، مزدور دولت به په ښارو کی پخپل ځان اخته شی ، د ښارو هغه مظلومان چی د طالبانو حمايت د بيری نشی کولای په دغه مظاهرو کی به هرومرو ونډه واخلی او د اسلامی امارت د مبارکی کليمی سپين بيرغ به په آسانی سره په ښارو کی بدرګه شی ان شاءالله . دا منم چی بلک واټر او روزل شوی سپيان به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x