افغانستان

ارګ وايي د کمېشنرانو د ټاکنې پروسه وځنډېده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې وه، نن ارګ ته د ور معرفي شويو کسانو له ډلې د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره کمېشنران وګمارل شي، خو ارګ وايي پروسه يې د بېلابېلو علتونو له امله ځنډېدلې ده.

په ارګ کې د ګلخانې ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وايي ځينې نوماندان حاضر نه دي او ځينې کمېشنران بیا د مشورو لپاره وخت غواړي، ځکه خو دا پروسه دوه ورځې ځندول شوې ده.

د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له لوري ټول ۸۴ تنه د کمېشنرۍ لپاره معرفي شوي دي، چې دوی ته باید ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان رایه ورکړي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د ټاکنیز بهیر څارونکو او کارپوهانو دغه معرفي شوي نوماندان غیر مسلکي وبلل او په باور يې وبه نه شي کولی چې ولسمشریزې ټاکنې سمې مدیریت کړای شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر نجیب الله احمدزی وايي، د مدني ټولنو له لوري شاوخوا ۱۵ تنه د نوماندۍ لپاره ور معرفي شوي، خو په وینا يې دوه یا درې تنه پکې وړتیا لري.

هغه وايي دا کسان نه شي کولی راتلونکې ټاکنې مدیریت کړي او ډېری يې غیر مسلکي کسان دي.

د ټاکنو د قانون له مخې سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې د ۹۰ تنو د معرفۍ حق لري، چې له منځه به يې د حکومت مشر دوه تنه د دارالانشا‌ء د رییسانو او ۱۳ نور د کمېشنرانو په توګه ټاکي.

محمد اشرف غني چې لرې کړل شوي کمېشنران يې هم پر خپله ګمارلي و، له دې کسانو هم د مخامخ انټریو حق لري؛ خو شنونکي دې ته اندېښنه ښيي چې په دې لنډ تنګ وخت کې به دوی وکولی شي چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ښې مدیریت کړای شي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x