سرپل؛ سنګچارک کې ګډو ځواکونو لسګونه ملکي کورونه نړولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): د سرپل په سنګچارک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ګڼو ولسي وکورونه تخریب شوي او لسګونه کورنۍ يې کډوالۍ ته اړ کړې دي.

ځايي سرچينې وايي، د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له دریو ورځو راهیسې «عملیات» روان دي، چې تر اوسه پورې د ۳۰ شاوخوا کورونه په بمباریو او مخامخ بمونو کې الوزول شوي دي، چې دروند مالي زیان يې اړولی دی.

د دې تر څنګ تر «عملیاتو» لاندې ساحې نه نږدې ۱۰۰ کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي، خو د سرپل ځايي چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.saripole-talafat3.jpg

طالبانو هلته روان «عملیات» جنایت بللی او پر ملکي تلفاتو يې خواشيني ښوودلې، خو دا يې د دښمن د ماتې یو غچ بللی، چې له ولسي وګړو اخیستل کېږي.

«مزدور دښمن چې په یاده ولسوالۍ کې د مجاهدینو د کلک مقاومت له امله هرځل له سخت شکست سره مخ کیږي نو د غچ او بدلي اخیستلو لپاره ملکي سیمي په نښه کوي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم پلازمېنه کابل کې سلګونو کسانو د ملکي تلفاتو د غندنې له امله د حکومت پر ضد لاریون وکړ.

دوی چې د بشري حقونو کمیسیون مخې ته راټول شوي و، په ټول هېواد په تېره بیا میدان وردګو کې د شپنیو عملیاتو او بمباریو په پایله کې اوښتي ملکي تلفات لوی جنایت وباله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د