
ضعیف: د قطر ناستې پایلې ته هیلې شته
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د قطر ناستې ته هیلې ځکه شته چې با صلاحیته کسان پکې را ټول دي.
هغه له بې بې سې سره خبرو کې د طالب مشر د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د نوي مشر ملا عبدالغني برادر موجودیت اغېزمن وباله او یاده يې کړه چې طالبانو کې با رسوخه کس بلل کېږي.
ملا عبدالسلام ضعیف وویل، د غونډې اجنډا پخوانۍ ده او دواړه اړخونه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او دا چې افغان خاوره به د چا پر ضد نه استعمالېږي خبرې اترې کوي.

هغه وویل، ښايي د اوربند اړوند هم یادونه وشي، خو د هوکړې په اړه يې څه نه شي ویلی.
د هند او پاکستان تر منځ تازه ناندریو ته په اشارې، ښاغلي ضعیف وویل پر روانه پروسه هیڅ اغېز نهشي لرلی، ځکه چې د دواړو هېوادو ناندرۍ د افغانستان پر داخلي چارو کومو تاثیر نه لري.
طالبان او امریکا نن دویمه ورځ هم غونډه لري، ځينو سرچینو ویلي سبا به يې وروستۍ پایلې په ډاګه شي، خو د غځېدو امکان يې هم نه دی رد شوی.