نړۍ

پاکستان: د هند دوه جنګي الوتکې مو غورځولي / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان پوځ وايي، چې درې جنګي الوتکې يې د هند فضا ته ننوتي، هلته يې د هند دوه جنګي الوتکې نسکورې کړي  او يو پيلوټ يې ژوندی نيولی دی.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور ويلي، دا ګام يې د هند له لوري د پاکستان فضايي حريم د سرغړونې په ځواب کې پورته کړی دی.

هندي چارواکو ويلي، چې لږ تر لږه درې پاکستانۍجيټ الوتکې د هند تر واک لاندې کشمير ته ننوتي دي.

د هند هوايي ځواک منلې، چې کشمير کې يې یوه الوتکه نسکوره شوې او دواړه پيلوټان  يې هم وژل شوي، خو هند په لومړيو رپوټونو کې ويلي، چې دا الوتکه د تخنيکي ستونزې له امله نسکوره شوې ده.

پاکستاني  الوتکې په داسې حال کې د هند فضا ته ننوتي، چې تېره ورځ د هند پوځي الوتکې هم د خیبر پښتونخوا مانسهرې ولسوالۍ بالاکوټ سيمې ته تللې وې او د راپورونو له مخې هلته يې د جیش محمد ډلې مرکز ويجاړ کړی او شاوخوا درې سوو کسانو د وژلو ادعا يې کړې ده.

پاکستانیو رسنیو د هندۍ الوتکې د غورځېدو ویډیو هم خپره کړې:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

نه وایم چی سوک خراب شی خو داوایم الله پاک دی هغه پیش کری چی خیر پکشی وی
امین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x