روغتیا

د اپنډیکس ناروغۍ رامنځته کېدلو مهمې نښې!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۷ل): اپنډیکس (appendix) یوه ناڅاپي دردناکه ناروغي ده چې انسان یې له ډيره درده په عین حالت کې د زغم وړتیا نه لري، دا په خيټه کې یو کوچني ټیوب ډوله څيز دی چې د لویې کولمې د پېل برخې سره په ځوړند شکل نښتی وي.

د اپنډیکس په اړه زمونږ په ټولنه کې بېلا بېلې خبرې کیږي، ویل کیږي که د اپنډیکس ژر تر ژره عملیات نشي د مړینې لامل ګرځي، هو دا شونې ده خو لازم نه ده چې هرو مرو دې انسان په ۲۴ ساعتونو کې ومري.

طبي کارپوهان وایي که د اپنډیکس عملیات پر وخت ونه شي نو د کولمې هغه غوټه چاودیږي او د هغې مکروب، وینې او زوې ټول بدن کې ګډیږي چې له کبله یې مرګونې ناروغۍ رامنځته کیږي.

دلته هغه نښې په ډاګه کوو چې د اپنډیکس ناروغۍ ته اشاره کوي:

په لومړي وار په خیټه کې درد د نامه نه پېل کیږي او سوکه سوکه هغه خواته ځي کوم خوا چې اپنډیکس وي یعنې ښي خوا ته، خو دا د اپنډیکس تر ټولو عامه نښه ده، ځينې داسې نښې دي چې خلک یې په اړه د اپنډیکس فکر نه کوي او بېلا بېل درمل خوري چې هیڅ اغیز نه کوي.

د خیټې داسې درد چې لامل یې نه وي معلوم

د خیټې عام دردونه عارضي وي چې شیبه په شیبه ارامیږي، خو د اپنډیکس پر مهال د درد له منځه تلو هیڅ احساس نه کیږي، او شیبه په شیبه نور هم زیاتیږي چې هیڅ یې لامل نه په ډاګه کیږي.

پر ځانګړي ځای درد وي

د اپنډیکس درد له پېله سوکه سوکه د معدې لاندې برخې اپنډیکس ځای ته ځي، چې د اپنډیکس نالۍ تنګوي او د خیټې پوستکي داخلي برخې سره لګیږي چې د کمزورۍ سربېره د پړسوب ښکار کیږي.

نامه زور کولو سره درد وي

د اپنډیکس تشخیص او ارزونې لپاره پوهان د نامه لاندې ځای په نرمۍ سره زور کوي، په دې سره سخت درد رامنځته کیږي، که ډاکټر له هغه ځای لاس لرې هم کړي بیا هم د درد احساس کیږي.

د ګرځېدو توان نه لرل

کله چې د اپنډیکس درد تر دې اندازې زیات شي چې انسان له ګرځېدو وغورځوي او یا په ګرځېدو یې درد نور هم ډير شي، د اپنډيکس نښه ده، خو که ناروغ د ګرځېدو یا سوکه منډې وهلو توان لري بیا دا د اپنډیکس نښه نه ده.

په درمل درد نه ختمیږي

اکثره خلک د اپنډیکس درد ته د بلې ناروغۍ فکر کوي او درد وړونکې درمل استعمالوي چې هیڅ اثر نه کوي، دا د اپنډیکس نښې کیدلای شي.

خوړو ته اشتها نه کیږي

که په ناڅاپي ډول مو اشتها له منځه لاړه شي، دا ددې معنا ورکوي چې په معده کې مو ستونزه رامنځته شوه او د اپنډیکس ناروغۍ نښه ده، د طبي پوهانو په وینا د اپنډیکس یوه نښه ناروغانو کې د ناڅاپي لوږې راتلل دي.

قۍ راتلل

قۍ راتلل یو شمېر لاملونه لري، خو که د قۍ پرمهال مو بدن د دردونو ښکار شي دا د اپنډیکس نښه ده او ژر تر ژره یې غم خوړل په کار دي.

قبض راتلل

د خوړو په نالۍ کې انفیکشن رامنځته کېدل د هاضمې سیستم اغیزمنوي چې له کبله یې د قبض ناروغي رامنځته کیږي، همدغه لامل دی چې پر اپنډیکس اخته کېدلو نه وړاندې ناروغ پر قبض ناروغۍ اخته وي خو څوک یې د اپنډیکس فکر نه کوي، دغه ډول د خیټې پړسیدو او ګیس یا درد شکایت هم کیږي.

تبه راځي

تبه راتلل دا معنا لري چې بدن د کومې ستونزې ښکار دی، د اپنډیکس پرمهال هم دغه نښې ښکاره کیږي، د پوهانو په وینا د اپنډیکس په ناروغانو کې تبه رامنځته کېدل د ناروغۍ د زیاتوالي نښه ده.

د اپنډيکس درملنه يوازې او يوازې د عملياتو له لارې ممکنه ده، چې بايد د ښه او تکړه متخصص جراح له لورې وشي، که چیرې د ډاکټر د ناپوهۍ له کبله بې پرواهي وشي او د کولمې دغه غوټه وچاودیږي، ناروغ ته نورې یو شمېر ناروغۍ پيدا کیږي چې مرګ ګواښونکي ثابتیدلای شي.

باید په یاد ولرئ چې د اپنډيکس پورته وړاندې شوې نښې په ډیرې چټکۍ سره خپریږي، د طبي پوهانو په وینا چې له یادو نښو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې پر اپنډیکس اخته کېدو ګواښ وي، چې سمدلاسه روغتون او یا پوه ډاکټر ته ځان ښودل په کار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x