افغانستان

طالبان: د هند او پاکستان پر ناندرۍ مو څه نه دي ويلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): رویټرز د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر حواله خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د پاکستان او هند روانې ناندرۍ به د سولې پر روان بهیر اغېزې وکړي.

تر دې وړاندې یوه جعلي «اعلامیه؟» خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېدله، چې ورته څرګندونې پکې شوې وې، خو د لیک د سبک بدلون، تاریخي غلطۍ او دا چې د طالبانو پر رسمي ادرس نه وه خپره شوې، هغه علتونه شول، چې اغېز يې ونه موند.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د رویټرز خپور کړی راپور بې اساسه بللی او پر خپله ټویټر پاڼه يې لیکلي، چې په دې تړاو يې له هیڅ رسنۍ سره کومې څرګندونې کړې نه دي.

هغه لیکلي: «د هند اوپاکستان ترمنځ د ستونزې په اړه د اسلامي امارت د ویاند په حواله د رويټرز آژانس له خوا یو جعلی خبر خپور شوی، چې هیڅ حقیقت نه لري موږ د رویټرز په ګډون له هیڅ رسنۍ سره هم په دې ارتباط کومه خبره نه ده کړې.»

د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو د لړۍ یوه بله کړۍ تېره ورځ پیل شوه، چې نن هم دوام لري.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان سکاټ‌مېلر په ګډون با صلاحیته امریکایي پلاوی د طالبانو له مرکچي پلاوي سره پر خبرو بوخت دی، چې د نن خبرې اترې د بهرنیانو پر وتلو را څرخي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف بې بې سې ته سوله د امریکا او افغانستان تر منځ روان بهیر ګڼلی، چې په وینا يې د هند او پاکستان ناندرۍ پرې کوم اغېز نه لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد

دغه ډول باید طالبان خپل حریت ثابت کړې او د پاکستان ددغه اخطارونو پروا ونه کړې چې ګواکي د افغانستان د سولې پروسه به وتړې که جنګ پرې مسلط شو، پاکستان کله هم د افغانستان پخیر کوم قدم نه دې اخستي، د طالبانو په شمول له هر افغان سره یې خیانت، رزالت او غیر انساني چلند کړیدې

لونګ

ورځی نو افغانستان کی جهاد ختم او کشمیر کی شروع. نور نو له تاسو خلکو څه نه جوړیږی. ستاسو یی پر سیاست او حکومتداری څه.

هارون

په دې هکله باید طالبان ډېر حساس وي او د پاکستان په پلوي داسې څه و نه وايي چې د افغانانو احساسات پرې راوپاروي. طالبان باید په دې ځان ښه پوه کړي چې د افغانستان یو لوی اکثریت د پاکستان څخه سخته کرکه لري. د دې کرکې دلایل د ملا ضعیف په لیکلي کتاب کې په ښه توګه موندلی شئ.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close