میدان وردګ؛ ګډو ځواکونو د یو ښوونکي په ګډون دوه تنه وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې تېره شپه ګډو ځواکونو د «عملیاتو» په پایله کې د یو ښوونکي په ګډون دوه تنه وژلي دي.

پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ د ګردن مسجد په مومدو او بیانانو کې شوې ده، چې دواړو سیمو کې يې د معلم وفی الله او هجرت الله په نومونو دوه تنه وژلي دي.

ځايي سرچینې وايي، معلم وفی الله چې د نور اغا زوی و، تر دې وړاندې يې د کورنۍ اوه تنه غړي هم په ورته عملیاتو کې له لاسه ورکړي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په قول د مومدو مدرسه هم پلټل شوې ده او د مسجد امام هم راغلیو ځواکونو له ځان سره وړی دی.

د میدان وردګو ولایت ځايي اداره چې په ورته پېښو يې پټه خوله عادت شوې، د دې پېښې په تړاو هم څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ پلازمېنه کابل کې د میدان وردګو اوسېدونکو د نورو هېوادوالو په ګډون د ملکي تلفاتو په غبرګون کې پراخ لاریون وکړ.

دوی پر بشري حقونو کمیسیون غږ وکړ، چې په شپنیو عملیاتو او بمباریو کې د پراخو ملکي تلفاتو پر ضد دې چوپه خوله نه پاتې کېږي.

نن طالبانو هم اسلامي کنفرانس، ملګرو ملتونو، د بشرضد جنایتونو نړۍوالې محکمې او بشري سازمانونو ته پرانیستي لیک کې د ملکي تلفاتو د غندنې او د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې وه.

د شنونکو په باور حکومت د ملکي تلفاتو له لارې غواړي د سولې په روانو خبرو اترو کې چې ارګ ځان ګوښی احساسوي یو ډول فشار واچوي، خو پایلې د دې برعکس او د ولس د کرکې پر اوج تمامېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د