افغانستان

قطر: د طالبانو او امريکا د ناستې تازه جزيات

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د قضيې سياسي حل په موخه د قطر پلازمينې دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ پنځمه ناسته نن په درېيمه ورځ هم روانه ده او طالبانو د ځينو پرمختګونو خبر ورکړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر ليکلي چې پرون د قطر په ناسته کې د تخنيکي ګروپونو ترمنځ د بهرنيو ځواکونو په وتو خبرې وشوې چې نن به هم تر غرمې پورې په دې موضوع خبرې دوام ولري.

مجاهد زیاتوي چې نن له غرمې وروسته به له افغانستان څخه نورې نړۍ ته د زيان نه رسولو په اړه خبرې کيږي.

نوموړی زياتوي چې په غونډه کې د طالبانو د مذاکراتي ټيم مشري شير محمد عباس ستانکزی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر او د شيخ هبة الله اخندزاده سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر هم تر غونډې وړاندې قطر ته ورسید او د طالبانو او امريکا ترمنځ د لومړۍ ورځې په تعارفي غونډه کې يې برخه واخیسته.

ښاغلي برادر تيره ورځ د قطر د لومړي وزير له مرستيال او د دې هيواد له بهرنيو چارو وزير شيخ محمد عبدالرحمن سره هم لیدلي دي.

د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه روانې ناستې ته د امريکا او طالبانو په ګډون ګڼ افغانان هيله مند دي او تمه کيږي چې په ياده غونډه کې د افغانستان د قضيې د حل په اړه پرمختګونه وشي.

طالبانو تر دې وړاندې هم ويلي وو چې په ياده غونډه کې به د بهرنيو ځواکونو په وتلو او له افغانستان څخه نورې نړۍ ته د نه تهديد ډاډ ورکول کيږي.

که څه هم په لومړي سر کې ياده غونډه دوه ورځينۍ اعلان شوې وه خو وروسته په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين نن ټکي اسياسره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې ښايي روانه غونډه تر درې ورځو او تر دې زیاته وغځيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ظاهر حلیمی

ټول افغان ولس دقطرغونډې ته خوشبینه دی دغونډې ګډونکونکی پلاوی دی کوشش وکړی چې دسولی په اساسی ټکوتمرکز او په فرعی موضوعاتو تینګار ونکړی ځکه چې دووړو موضوعاتو څخه خدای ناخواسته دسولی پروسه صدمه ونه وینی او بل لورته یوه تعداد مغرض اشخاص غواړی چې دسولی پروسه کی داسی خنډونه پیدا کړی چې ګواکی ظالب چارواکی دښځو حقوق ،او دیموکراسی ته درناوی نلری پلاوی دی کوشش وکړی چې دپردي پالو دی ډنډوروته په علمی او دوخت مطابق ځواب وویل شی بهتره به وی ځګه داخلک نه غواړی چې په خېواد پایدارسوله راشی

جميل

الهى(ج) ته پر دى مؤمن او زوريدلى ولس فضل وكرى او طالبان په دى مذاكراتو كى برياته ورسوى .

لونګ

داسی بریا چی په هغه کی د افغانان لپاره هوسا ژوند وی، کار وی او تجارت. اوس خو تاسو طالبانو دوبی، قطر او عمارات هم ولیدل ګوری د په مچه او ګرمه دشته کی یی څومره ځانو لپاره هوسا ژوند آماده کړی د نړی څخه نور خلګ ورځی او هلته کار او باز کوی. بیا هماغه عربیان مونږ او تاسی څنګه یو بل سره جنګوی د اسلام په نوم او خپله سره څومره خوشحاله ژوند لري. کچیری طالبان لکه د پخوا په شان بی نظمه بی یونیفورمه، سوټی په لاس د خلکو په ډبولو پسی روان وی بیا دی الله… نور لوستل »

لونګ

الله دی زمونږ ملک ته سوله راولی او هند د پاکستان سره په داسی جنګ کی شی چی نه هندو پاتی شی او نه هم پنجابی. الله مهربانه ده چی بلوڅان او هاخوا پښتانه هم خپلی خوښی آزادی ته ورسي.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x