روغتیا

«د روغتیایي مراکزو ډیروالي افغانستان کې د نوي زیږیدلو ماشومانو مړینې ګواښ کم کړی»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملي سروی په نویو اعلان شویو پایلو کې ښودل شوې چې د پخوا په پرتله د زیږیدلو ماشومانو او میندو مړینه او نورې ناروغۍ کمې شوې دي.

د عامې روغتیا وزرات د هغه ملي ارزونې پایلې چې دغه وزارت د مرکزي احصایې ملي ادارې (KIT) پوهنتون په همکارۍ د تېر کال له مارچ میاشتې څخه تر اګست میاشتې ترسره کړې او ددوی په وینا چې له ۲۰ زرو زیاتو کورنیو سره په کې مرکې شوي اعلان کړې.

ددغه سروی په پایله کې ویل شوي چې: « له نېکه مرغه په وروستیو کلونو کې د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کمښت چې د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده د پام وړ راکمه شوې ده، د ۲۰۰۳ کال په جریان کې په هرو زرو نویو زیږیدلو ماشومانو کې «۲۵۷» یې له پنځه کلنۍ په کم عمر کې مړه کېدل خو اوس دغه شمېر «۴۹» ته راکم شوی دی، دغه راز د میندو په مړینه کې هم د پام وړ کمښت راغلی دی».

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ویلي چې له ۲۰۰۳م کال راهیسې د روغتیایي مرکزونو شمېر له «۷۰۰» څخه «۴۰۰۰» ته زیات شوی دی، چې په ځانګړي ډول د ولادت یا زیږیدنې په برخه کې خورا ګټور پرمختګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د ولادتي او مزمنه خوارځواکۍ ناروغۍ کې له ۶۰ سلنې څخه تر ۳۶ سلنې کموالی راغلی، او دغه راز ۶۸ سلنه خلک له دولتي روغتیایي مرکزونو ګټه پورته کوي.

په سروی کې څرګنده شوې چې د ۲۰۰۳م کال په پرتله د واکسین خدمتونه ۲۰ سلنه او له زیږون وړاندې خدمتونه ۵۱ سلنه زیات شوي دي، ددوی په وینا دغه وړاندې شوي ارقام کره دي او د هېواد دننه او بهر د ګټې پورته کولو وړ دي.

وړمه ورځ د ننګرهار نوي والي شاه محمد میاخیل د ننګرهار په مومند دره او دور بابا ولسوالیو کې د دوه روغتونونو د بنسټ ډبرې کیښودو او د یوه د بشپړ کېدو خبر ورکړی و، ویل کېده چې دغه روغتونونه به په ولادي برخه کې د عامو خلکو ستونزې هوارې کړي.

له بل پلوه عام خلک د دولت لخوا د روغتیا په برخه کې شکایت لري چې د غریزه سیمو سربېره نورې له ولایت نه وربهرې سیمو ته هیڅ پام نه کیږي، چې زیاتره خلک پروخت د روغتیایي مراکزو نه شتون له کبله له مړینې او د ناروغیو له سختیدلو سره مخ کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په تېر ۲۰۱۸م کال د یوې سروی له مخې ویلي وو چې څلویښت سلنه افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد میرویس

شفاخانه های زایشگاه را در کابل یک بار ارزیابی کنید اخلاق خراب داکتران نرس ها و حتی خاله گک ها باعث گردیده که مردم به شفاخانه های خصوصی مراجعه کند و از شما نفرت نمایند.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x