د نن سرلیکنه

د قطر غونډې متوقعې پایلې 

د نن ټکی اسیا سرمقاله

نن دریمه ورځ هم د قطر په پلازمینې دوحه کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ مذاکراتي غونډه په نورمال ډول جریان لري.

د غونډې د خبرو محوري ټکی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پرشا تګ او افغانستان د امریکا ګواښونکو ډلو په میشتن ځای نه بدلیدل دي.

د غونډې د برخوالو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د طالب مذاکراتي ټیم او امریکايي استازو ترمنځ پنځمه ناسته د تیرو شویو غونډو په نسبت مثمره او د عملي کار په پیلولو سره مخته روانه ده.

تر اوسه پوري په غونډه کې د طرفینو ترمنځ کوم د مشاجري او اختلاف وړ څه نه دي پیښ شوي او له دواړو لورو څخه کاري ګروپونو تشکیل شوي چې د اجنډا د محتویاتو د عملي کولو په لارو چارو بحث وکړي.

ښايي یاد جر و بحث تر درویو څلورو ورځو پوري وغزیږي.

د قطر روانه غونډه له څو اړخونو څخه د اهمیت وړ ده:

لومړی دا چې د هغې په پرانستونکې برخه کې د طالبانو د مشرتابه مرستیال ملا عبدالغني برادر شتون درلود چې له اجرايي لحاظه د اړونده موضوعاتو په اړه د تصمیم نیولو واک ورسره دی.

دوهم داچې په یاده غونډه کې یوازې د قضیې اصل لوري (طالبان ـ امریکایان) شتون لري .

دریم دا چې اجنډا یې هغه اتفاقي موضوع ده چې دواړه لورې یې په عملي کیدو له کوم ختلاف پرته توافق نظر لري.

که د غونډې پاتې ورځې هم په همدغه ډول پرمخ ولاړې شي امید شته چې پایلې به یې ښې مثبتې وي.

یواځینی هغه څه چې د یادې ناستې د انعقاد په مهال جریان لري او ښايي د غونډې په بهیر منفي اغیز وکړي هغه د غونډې له جریان سره هم مهاله د هیواد په دننه کې د امریکايي اشغالګرو او د هغوي د داخلي حمایتي ځواکونو لخوا پر ولسي خلګو ، مدارسو ، مسجدونو او صحي مرکزونو باندې بمباري او شپني عملیات دي چې هره ورځ ورکې په لسګونو ولسي افغانان وژل کیږي او شخصي شتمنۍ یې د برید ګرو لخوا تخریب اوضائع کیږي.

همدا وجه ده چې طالبانو د دغو عام وژنو او بریدونو د مخنیوي او محکومه ولو په غرض همدا نن د ملګرو ملتونو ، اسلامي کانفرانس او د جنګي جرمونو محکمې په نوم تفصیلي لیک نشر کړی او په هغه کې له یادو جهتونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د امریکایانو او د هغوی د حمایتي ځواکونو د دغو بشرضد کړنو او وحشیانه بمباریو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ښی چاری او سلامونه.
ملګری ملتونه .اسلامی کنفرانس جنګی جرمونه محکمی دا څلویښت کاله جنګ کی کومه توره کړی؟
هر څه به موږ افغانان په خپله حل وفصل کوو.همدا اوس جنګ او سوله د ستا په لاس کی دی.پردی شوروا ته ډوډی مه واړه کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx