له کابل څخه هند ته تلونکې الوتکه پاکستان څخه بېرته راګرځول شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): له کابل څخه هند ته تلونکې د مسافرو الوتکه د پاکستان حدودو ته له داخلېدو وروسته بېرته کابل ته راګرځول شوې.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې پاکستان له کابل څخه هند ته تلونکې الوتکه بېرته راګرځولې او تر دوهم امر پورې يې دا الوتنې ځنډولې دي.

د ملکي هوايي چلند ادارې په خبر پاڼه کې راغلي چې د افغانستان په هوايي قلمرو کې د پروازونو هيڅ ستونزه نشته او هند ته پروازونه د پاکستان له لوري ځنډول شوي دي.

د افغانستان د کام اير خصوصي شرکت مسؤلينو هم ويلي دي چې د شرکت مسافر وړونکې الوتکه يې چې له کابل څخه نوي ډيلي ته په لاره د پاکستان حدودو ته له داخلېدو وروسته بېرته کابل ته راګرځول شوې ده او په دې توګه تر نامعلوم وخت پورې د کابل- هند الوتنې ځنډولې شوي دي.

پاکستان دا ګام په داسې حال کې پورته کوي چې نژدې دوه اوونۍ وړاندې د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي عسکرو سرتيری بريد وشو چې له امله يې شاوخوا څلوېښت هندي عسکر ووژل شول او د ياد بريد مسئوليت په پاکستان کې د جيش محمد ډلې په غاړه واخيست.

له يادې پېښې وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلي شوي دي او د دواړو هيوادونو سرحدي ځواکونه يو بل ته ګوته په ماشه دي.

هندي رسنيو تېره ورځ خبر ورکړ چې جنګي الوتکې يې د پاکستان حدودو ته داخلې شوي دي او په هوايي بريدونو کې يې ۳۵۰ وسله وال وژلي خو د پاکستان پوځ د هند دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې هندي چورلکو په شاړه ځمکه بمونه غورځولي.

بل لور ته نن د پاکستان پوځ وويل چې يوه هندي چورلکه يې راغورځولی او دوه تنه پيلوټان يې پکې وژلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

پاکستان هیڅ کله هم له افغانانو سره انسانی عمل ندی کړی طالبان یی هم بندیان کړی او وژلی او له نورو افغانان سره هم بده رویه کوي. الله دی تباه کړی

احمد
میلمه
احمد

سلام ورحمت الله
لونگ جان خودت راستى هم كه يكى از جاهلون استى
چونكه خوشى خود را در بدبختى ديگران جستجو ميكنى
و تمام دسيسه هاى دجال را بالاى خودت تدبيق ميكنى