افغانستان

سهیل شاهین: د مذاکراتي ټیم تر څنګ طالبانو تخنیکي او مشورتي ټیمونه هم کښېنولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): د امریکایانو سره د مخامخ مذاکراتو تر څنګ طالبانو مشورتي، اداري او تخنیکي ټیمونه هم په کار اچولي.

دغه ټیمونه د مذکراتي ناستو سره ملتیا کوي او مذاکراتي ټیم ته مشورتي، اداري او تخنیکي اسانتیاوي برابروي.

د مشورتي او تخنیکي ټیمونو لپاره د مذاکراتو په ځای کې ځانګړې خونه مختص شوی، چیري چې دوی د مذاکراتو جریان له نږدې تعقیبوي او له امریکایانو سره تر ناستو  مخکې او وروسته شریکې ناستې کوي.

دغه ټیمونه د طالبانو نورو مشرانو سره په رابطه کې وي او همدارنګه د نړیوال قانون، نړیوالو او سیاسي اړیکو په برخه کې د افغان پوهانو او مختصصینو سره اړیکي ټینګوي او د روان جریان په اړه د اړتیا سره سم راغونډ شوي نظرونه او مشورې مذاکراتي ټیم سره شریکوي.

همدارنګه د مذاکراتو اړوند لاسوندونو او اسنادو د ژباړې، ترجمې او ارشیف اسانتیاوې برابروي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین نن ټکی اسیا ته وویل چې دا پر دې دلالت کوي چې «اسلامي امارت» د سیاسي لاري د افغانستان څخه د اشغال پر خاتمه ټینګار لري او داچي د افغانستان خاوره به کله هم د نورو هیوادونو پر خلاف نه کاریږي.

نوموړي وویل چې د مذاکراتي ټیم تر څنګ د سیاسي دفتر ټول غړي په مشورتي، اداري او تخنیکي ټیمونو کې ځای پر ځای شوي او ټوله ورځ د مذاکراتي بهیر تر څنګ تیروي، تر څو پر وخت تخنیکي، اداري او مشورتي اسانتیاوې تهیه او د میز پر سر یې مذاکراتي ټیم ته په واک کې ورکړي.

باید وویل شي چې په تیرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د امریکایانو او طالبانو تر منځ په داسي لوړه سویه غونډه جوړیږي چې په هغې کې د طالبانو له لوري د لوړ رتبه مذاکراتي ټیم تر څنګ د طالبانو د مشر سیاسي معاون او د تحریک شریک بنسټ ګر ملا برادر په شخصي توګه ګډون کړی او د امریکایانو له لوري هم د خلیلزاد تر څنګ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر او نور جګپوړي چارواکي ګډون پکښي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الله(ج) مو بريالی لره

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x