نړۍ

فلسطین: په لویدیځه تړانګه کی یو فلسطینی ۵ اسرائیل ووژل

falstineنن ټکی اسیا: تیره شپه دفلسطین په لویدیځه تړانګه کی دیهودیانو په ابادیوکی په یوه کورکي ۵ کسه اسرائیل وژل شوي موندل شويدي.

داسرائیلو فوځی چارواکي وایی چي مړي ټول په یوه کورني پوري تړلي دی.

پیښه تیره شپه ناوخته دیهودیانو داتمار په نامه ابادیوکي ونابلس ته نژدي په لودیځه تړانګه کي رامنځ ته شویده،

دپیښي په اړوند تراوسه څوک ندي نیول شوی، اواسرائیلي فوځیان دیو مشکوک فلسطیني په لټه کي دی .
پیښه په داسي وخت کی رامنځ ته شویده چي داسرائیلواوفلسطینیانو ترمنځ دخبرو پروسه یو واربیا په ټپه درول شویده.
اسرائیلي خبري رسنیو خبرورکړيدی چه وژل شوي کسان ټول دیوه کورغړی دي چي دوه یی لویان اودری د۱۱ کلنو په شااوخواکي ماشومان دي.
ورته سیمه کی په کال ۲۰۰۲ کی هم دیو فلسطیني وسلوال له لوري ۵ کسه اسرائیل وژل شوي ول اوځیني نور ژوبل شوی وه
ویل کیږي هغه خبري چي دفلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ دامریکا دمتحده ایالاتو په منځګړتوب سره شروع شوي وي، هغه وخت له خنډ سره مخ شوي.
چي کله اسرائیلو یوځل بیا دفلسطینیانو په سیمو کی دیهودیانو ابادول شروع کړه.
اودیهودیانودابادیو له جوړولو څخه وروسته فلسطیني چارواکو ټولي مخامخ خبري له اسرائیلو سره وځنډولي.
ویل کیږی چی داسرائیلو له لوري دختیځ دارالسلام د لویدیځي تړانګي له نیولو څخه وروسته له کال ۱۹۶۰ بیا تراوسه پوری یونیم میلیون اسرائیل ځای پرځای شویدي.
که څه هم نړیلوالي ټولنه دفلسطینیانو پرخاوره داسرائیلو ابادول غیرقانونی بولي خو بیا هم اسرائیلو خپلو ابادیو ته دوام ورکړيدی،
دفلسطینیانو کورونه، کروندي او ابادي نړوي  پرځآی اسرائیل ابادوی.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x