غزل: ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک
ښکلاوي د عرفان به دې ساتي ، له بدرنګېو
د نور وړانګې به تا ژغوري له تورو تاریکېو

د خیال په جزیره کې به دې و کري ګلونه
د علم پسرلي به دې تل ساتي له سیلېو

د زهد دګلشن خوا کې ، د هنر په تاند بهیر کې
د سپینی پګړۍ ولونه دې په څېر د ګل غوټیو

خزان به یې خزان نه کړي ، دا ستا زرینې هیلی
د ژوند غوټئ دې ګل کړی ، د حدیثو پسرلېو

پر دغه لار چې یون کړې ،تر هدفه به رسیږی
میراث کې در ته پاتې ، د اسلافو له پیړېو

چې پانګه د تهذیب دې شي، تل پاتي پرګنو ته
صفحه کې د تاریخ به شي ،یو بیلګه د زلمېو

د مینې خانقا دې کړه ، د عشق په زور ودانه
له پوهی دې د زدکړې شړۍ تاو کړه له وړیو

ثاقبه ! روح دې ساته ، د تقوا په سپین لباس کې
چې ښکلی دې ایمان وي ، لکه واوره د څیړېو

ثاقب خپلواک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د