افغانستان

خيرالله خيرخوا: مذاکرات د سلا مشورو لپاره دوه ورځې وځنډول شول«ويډيو»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸کب، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه پنځمه ناسته نن په دريمه ورځ هم روانه وه خو د راتلونکو دوو ورځو له پاره د سلا مشورو په خاطر ځنډول شوې ده.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنيو چارو وزير ملا خير الله خيرخوا نن ټکي اسيا سره په لومړنۍ ځانګړې مرکه کې وويل چې له امريکايانو سره يې مذاکرات په ښه توګه پرمخ روان دي او د راتلونکو دوو ورځو له پاره د سلا مشورو له پاره ځنډول شوي دي چې له دوو ورځو وروسته به بيا پيل شي.

خيرالله خيرخوا نن ټکی اسيا سره په مرکه کې وويل چې نن په دوهمه ورځ هم په غونډه کې د بهرنيو ځواکونو په وتلو او له افغانستان څخه نورو هيوادونو ته په نه تهديد خبرې وشوې.

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا ملا برادر په مذاکراتو کې ګډون کوي او کنه، وویل چې دوی د مذاکراتو په جریان ، پيل او پای کې د هغه څخه مشورې اخلې او جریان ورسره شریکه وي.

له نن ټکي اسيا سره د ملا خيرالله خيرخوا لنډه مرکه دلته وګورئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

سلامونه او ښی چاری،
الله ج په قران شریف کی فرماییلی چه سوله وکړی .په سوله کی مو خیر دی.نو د الله ج امر ته چه سوله ده. سلا مشوره څه لپاره؟

انجینر بختیار

غمی ګله
جنګ کوونکی افغانان وه،د جنګ پیسی ورکونکی پاکستان او امریکا وه.نو طالیب به له پاکستان او دولت امریکا یان به سره سلا مشوره کوی

جميل

هر خير خواه چی و وينو سترګی مو په يخی شی او د خير دعا ورته کوو .
پاک الله(ج) دی د هغو ټولو زحمتونو او شکنجو اجرونه پر دی دنيا هم درکړی او دښمنان مو نا مراده او ذليله شی .

MHA

According to the book “First In” written by Gary Schroen, Prior to Taliban bombing many Northern Alliance leaders, Mr Sayaf and Mr Karzai including received dollars.When Taliban reach peace agreement and become part of the government what will those Dollars takers do??? perhaps leave the country and enjoy spending those dollars in foreign banks.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x