د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ نن پېلیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ کب، ۱۳۹۷ل): نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او ایرلینډ ملي لوبډلو ترمنځ د یوه ورځنیو سیالیو لړۍ پیلیږي، د دې سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه نن د پنجشنبې په ورځ د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو د هند، دهرادون ښار په راجيو ګاندي نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

دې لړۍ کې ټولې ۵ لوبې شاملې دي چې لومړۍ یې د فبروري په ۲۸مه، دوهمه د مارچ په ۲مه، دریمه د مارچ په ۵مه، څلورمه د مارچ په ۸مه او وروستۍ د مارچ په ۱۰مه ترسره کیږي، چې وروسته بیا د مارچ په ۱۵مه یوازینۍ ټیسټ لوبه کیږي.

دا په داسې حال کې چې د شل اوریزو لوبو سیالیو لړۍ ټولې لوبې افغانستان ګټلي دي.

په دې لوبو کې به د افغانستان ډیره تکیه پر ورو توپ اچونکو وي، لکه څنګه ګې په شل اوریزو لوبو کې ورو توپ اچونکي ښه وځلېدل، ځوان ورو توپ اچونکې راشد خان په یوه لوبه کې پر ۴ توپو مسلسل ۴ لوبغاړي وسوځول او هیټریک یې وکړ، په چټک توپ اچونکو کې به دولت ځدران ته ځای ورکول کیږي.

ددې لوبو په سکواډ کې حضرت الله ځاځۍ هم اخیستل شوی چې په شل اوریزو لوبو کې یې ریکارډ ماتونکې لوبې ترسره کړې، تمه ده چې له شهزاد محمدي سره به په پیل کې میدان ته راښکته کیږي.

تر دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ ۲۰ نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې ترسره شوي چې ۱۰ افغانستان او ۱۰ ایرلنډ ګټلي دي، او د راتلونکو په زړه پورو لوبو اټکل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د