افغانستان

طالبان: امریکا سره ګټورې خبرې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو ويلي، امریکايي ډيپلوماټانو سره يې د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره ګټورې خبرې کړي او د نورو مشورو لپاره يې په دغه ناسته کې د دوو ورځو وقفه کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ له غرمې وړاندې امريکايي جهت سره د بهرنيو پوځيانو د وتلو په څرنګوالي او تر غرمې وروسته د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارولو په موضوع خبرې وشوې.

د طالبانو وياند زياته کړې، چې تېره ورځ له ګټورو خبرو وروسته دواړو غاړو له خپل خپلو ټيمونو سره د سلامشورو په موخه د دوه ورځو لپار وقفه کړې ده.

طالبان وايي، چې دواړه ټيمونه به دوه ورځې په خپلو کې سره سلامشورې کوي او د شنبې په ورځ به يو ځل بيا دغه ناسته پيل شي.

 د طالبانو له لوري رسنيو ته په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا برادر د قطر د صدراعظم له مرستيال او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د ملي امنيت له سلاکار محمد المسند، همدارنګه د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له خاص استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له مشر قومندان جنرال سکاټ مېلر سره د افغانستان روانې جګړې په ختمولو، د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان راتلونکي نظام په اړه خبرې کړي دي.

ملا برادر د قطر او امريکا چارواکو ته ويلي، د افغانستان کشالې د پای ته رسولو لپاره روانو مذاکراتو، د افغانستان امنيت او ثبات او د  خپلواکه اسلامي نظام لپاره ژمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

تاسو خو به میلر سکات (رح) ته ویلی وو چی دا بمباری ولی په مونږه کوې. ورته ووایی چی بمباری بنده کړی نور هر څه ښه دي.

عبدالواحد

وای په حال مو چه ستاسو وجدان چه رقم‌ ده،یا وجدان لری که خیر * آمریکا سره خبری او خپل وطنوال وژنی!

احمد

سلام ورحمت الله
جناب عبدالواحد وطنوالى كه يكبار در تاريكى شب به بسيار وحشت و بى رحمى بالاى اولادهايت داخل شود، بعد از آن باز شما قضاوت كنيد حالا خو متعسفاً ضحن و وجدان شما با ميديا مصروف است،
خداوند شما و امسال شمارا از اين خواب غفلت بيدار كند.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x