افغانستان

د سولي شورا: لویه مشورتي جرګه ژر نشي جوړیدای

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ کب، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس، عمر داودزی وايي، په نژدې راتلونکي کې د مشورتي جوړیدل ناشونی کار د.

هغه ویلي، نشي کولی چې د کب د میاشتې تر وروستیو پورې لویه مشورتي جرګه را وغواړی او ښایي دا کار ډېر وخت وغواړي.

نوموړي دا خبرې تیره ورځ د «استانبول د آسیا زړه پروسې» د سفیرانو په ناسته کې وکړي او ویې ویل، د جرګې د ټول شموله کیدو او د خلکو په رابللو کې له دقت نه د کار اخیستو په برخه کې ښایي د جرګې دائریدل ښایي ډېر وخت ته اړتیا ولري.

عمرداؤدزي، که څه هم د جرګې د جوړیدو ټاکلي نیټه یاده نکړه، خو زیاته یې کړه چې دغه جرګه کیدای شي راتلونکي لمریزکال کې ترسره شي.

وړاندې د چارواکو له قوله ویل شوي وو، چې دغه جرګه به د روانې کب میاشتې له ۲۶ مې تر ۲۹ مې نیټې پورې ترسره او ۲ زره کسان به په کې ګډون وکړي. خو د سولي عالی شورا له نظره دا کار ناشونی ښکاري.

باد وویل شي چې افغان حکومت په داسي حال کې د نویو مشورتي جرګو د راغوښتلو او ځنډیدلو پریکړي کوي چې د قطرپلازمینه دوحه کې د امریکايی او طالب پلاوي ترمنځ پریکنده خبري اتري په تیزۍ سره جریان لري. او افغان حکومت پکي څنډې ته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x