افغانستان

اتمر: پر هېواد حاکمې «ډلې» ته یوازې شخصي ګټې مهمې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا پخوانی سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر منلې، چې هېواد د داسې چا لاس ته لوېدلی چې یوازې شخصي ګټې ورته مهمې دي.

هغه له الجزیرې سره مرکه کې ویلي، له اشرف غني ځکه بېل شو، چې حکومت يې ټول‌شموله نه و او پالیسۍ يې ګوښه‌توب ته يې ټېل واهه.

اتمر ویلي، اساسي ستونزه همدا ده، چې اوسنۍ ډلې ته یوازې خپلې ګټې مهمې دي، خو د دې تر څنګ يې ځينې نور عوامل هم یاد کړل چې په وینا يې د بېلتون عوامل يې شول.

هغه چې د واک په دویمه ورځ، امنیتي تړون لاسلیک کړ، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په دې مرکه کې هم موافقت ښوودلی او په وینا يې طالبان همدا غواړي او دا د رښتینې سولې یوازینۍ لار ده.

اتمر ویلي، د محمد اشرف غني پالیسۍ حکومت ګوښی کړی، نظامي ځواک په غیر مسؤل ډول کارېږي، سوله کې سلیقوي برخورد کوي او بهرنی سیاست يې نامعقول دی، ځکه يې ورسره لار بېله کړه.

اتمر د محمد اشرف غني «ښی لاس» ګڼل کېده او ځينو خو د پردې شاته «واک‌مشر» هم یاداوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

وایي چې خړ سپی د لېوه ورور دی، یا یوه بلا بلې ته وایي چې اوخ، اوس چې نا معلومې ټاکنې راروانې دي، نو سیاستوال هم غواړي چې سیاسي تنور ګرم وساتي. اتمر بیاهم په نسبي توګه د نورو غلو او مفسدینو په پرتله یو څه ښه دی خو دومره هم ښه ندی چې تر اشرف غني دې هم ښه وي. همدغه اتمر د امریکې سره امنیتي تړون لاسلیک کړ چې چندان ګټه یې مظلومو خلکو ته ونه رسېده او همداشان ده هم په ځان داسې څېرې راټولې کړي چې چندان صفت نلري. په دوی ټولو کې یواځېنۍ ښه او… نور لوستل »

مجاهد

ملحد او کمونست اتمر که ووایی الله ج یو دی باید باور پری وکړو له دی غیره بله هره خبری یی د منلو نه ده د خطا ایستنی د پاره ده غلام اتمر د غلام غنی به شان پرون د روسانو او نن د امریکایانو غلام دی، دغنی په غلامی کی اتمر هغه مهم پوست درلود چه د کمونستی دوره کی یی هم نه درلود ، اوس هم د روسانو او امریکایانو دواړو بادارانو په ملاتړ یی ځان لوړ پوست ته کاندید کړی که بریا ترلاسه کړی تر غنی به لا زیات زمونږ مظلوم اولس ووزنی او غلام کړی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x