نظــر

صلح حدیبیه او د طالبانو مذاکرات

لیکنه: ډاکټر عمر منصور
ژباړه : حافظ هجرت

لکه څرنګه چې د اسلامي نظام نفاذ د هر مسلمان د زړه غوښتنه او ارمان وي همدا رنګه د اسلامي نظام خاتمه او د مسلمانانو بې عزتي د کفارو اذلي آرزو او د زړه غوښتنه ده .

مګر د شکست او د فتحې مادي اسبابو نه بل اړخ ته ځينې قدرتي خواص داسې دي چې هغه تاریخ لره بیا راژوندی کوي .

په مدینه منوره کې منافقان له یهودیانو سره یوځائ شول او د مسلمانانو پرخلاف يې ډؤل ډؤل دسیسې جوړې کړې خو له ذلت او رسوایۍ پرته ورته هېڅ په لاس ورنغلل .

د بدر او اُحد له غزا وروسته د خندق په غزا کې د مسلمانانو لښکر ډېر قوي او غښتلی شوی و، خو د سیاسي او هر اړخیز فکر او سوچ درلودلو په خاطر الله تعالی په صلح حدیبیه کې د مسلمانانو لښکر په سیاسي برخه کې هم غښتلی او مخ په ترقۍ روان کړ او هغه يې د جزیرة العرب او نورو نړیوالو قوتونو پر وړاندې د یوه سیاسي او منظم ځواک په توګه ور وپېژانده، ترڅو د جګړې په میدان کې توره چلوونکي مسلمانان په سیاسي ‌ډګر کې هم پوره مهارت ترلاسه کړي او د مسجد او محراب په څېر سیاست هم د الهي احکاماتو د رسولو او د هغې د ساتلو ذریعه وګرځوي .

خدايي نظام ځینې حادثې او واقعات په هر دور کې بیا بیا تکراروي، لکه څرنګه چې مدینه منوره د غزوه خندق پرمهال داخلي او بهرني دسیسو پخپل دام کې راحصاره کړې وه او مسلمانانو سره له خندقونو کینستلو پرته بله لاره چار نه وه، همدا ډول د 11م سپتمبر له پېښې وروسته د ټولې نړۍ کافرانو افغانستان پخپل دام کې راحصار او افغانان يې په ناحقه د جنګ خولې ته ورټېل وهل.

خو څرنګه چې د خندق په غزا کې مسلمانانو ټولو احزابو ته شکست ورکړ او هغوي يې له جنګه ستړي او بېزاره کړل همدا ډول الله تعالی هغه تاریخ په دې دور کې د طالبانو په لاس راتازه او بیا تکرار کړ.

همدا رنګه په صلح حدیبیه کې له کفارو سره په څو داسي شرایطو باندې سوله وشوه، چې په هغې کې ځينې اولوالعزمه صحابه کرام په هغه وخت کې دغې صلحې ته اماده نه وو.

دوی حیران وو او تعجب يې کاوه، ځکه چې د هغې صلحې شرایط په ظاهره د کافرانو په ګټه ښکارېدل خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه دقت نظري او له حکمتونو ډک تدبیر هغه مهال هغوي ته عملا ریښتینی ثابت شو ؛ کله چې د خیبر د فتحې سربېره د مکې فتحه هم ورته ډیره ژر په نصیب شوه .

نو اوس وخت کې هم په مذاکراتو کې د طالبانو شرایط په دوه ټکو کې د راټولېدو او د خپل دریځ نه د ذرې برابر نه شاته کېدو له کبله د نړۍ هر دوست او دښمن قوت د دوي د پیاوړي سیاست او د ديپلوماتیک بصیرت تائيد او هرکلی کوي .

که څه هم د طالبانو سیاسي استازي په ځینې موضوعاتو کې داسې کردار اداء کوي چې هغه ځينې بااحساسه خلکو ته د اندېښنو درلودلو له کبله د خوښۍ وړ نه وي او یو ډول تېروتنه يې بولي.

خو مونږ امید لرو چې رب لایزال ذات به د طالب استازو دغه له تدبیر، مصلحت او حکمتونو ډکي کړني بېځایه او بې ثمره نه ګرځوي او ډېر ژر به لکه د صلح حدیبیې داسې عملاً د دې دور مسلمانانو او خاصتاً افغانانو ته د دوي د حکیمانه او مدبرانه کړنو مثبتي پایلې او خوږه مېوه ورکوي.

ان شاءالله العزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

یا الله پاکه داسی نظام راولی چی تاته خوش وی دا چی په هر چا کیزی.
طالبان باید ددوارو سره محتاطه اوسی هم امریکا او هم پاکستان. کوشش وسی ددوارو سره هغسی سیاست وسی چی زموز ګتی پکی خوندی وی.

لونګ

صلح حدیبیه د مسلمانانو له خوا وه،#### ګډ حکومت هم د امریکایانو یوه برخه ده، کی یی لاسپوسی بولی او یا سوچه کافران. الله (ج) فرمایی: کچیری دښمن ستاسو د سولی طرف ته تمایل پیدا کړی، نو تاسی هم سوله ورسره وکړی او په الله توکل وکړی. سورت انفال آیه نمبر ۶۱. نو تاسی ولی د سولی د راوستلو په خاطر ګد حکومت یا د کفر حکومت سره خبری نکوی. ولس تاسی ټول پیژنی، په خلکو په زوره ډوډی خوری، حکومت مو درک نلری خو عشرونه له خلکو ټولوی، حتی د چرسو او تریاکو عشر مو هم واخسته. یو وار… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x