
هند: پاکستان دې له نورو پوځي عملیاتو ډډه وکړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د هند او پاکستاني پوځيانو ترمنځ پر کنټرول کرښې په وقفه وقفه ډزې روانې دي او د دواړو غاړو اوسيدونکو د ځان خوندي کولو په موخه خپل کورونه پريښي دي.
د هند او پاکستان له لوري پر يوه بل د تېریو تورونو له لګولو وروسته د هند حکومت پر پاکستان غږ کړی، چې له نورو پوځي عملياتو ډډه وکړي او شته تاوتريخوالی د خبرو له لارې حل کړي.
د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج ويلي، پاکستان باید د هند د نسکورې شوې الوتکې پيلوټ خوشې کړي او له نورور پوځي عملياتو لاس واخلي.
د هند او پاکستان ترمنځ شته تاوتريخوال وړمه ورځ هغه مهال رامنځته شو، چې هندي الوتکو د خیبر پښتونخوا مانسهرې ولسوالۍ په بالاکوټ سيمه کې بمباري وکړه او هلته يې د جيش محمد ډلې د ۳۰۰ کسانو د وژلو ادعا وکړه.
پاکستان د هند دغه ګام د پاکستان پر حريم تللی و او د هند هغه ادعا يې رد کړې وه، چې ګواکې په دغه برید کې يې د جیش محمد ډلې۳۰۰ کسان وژلي دي.
د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور ويلي و، چې د هندي الوتکو په بمبار کې چا ته زيان نه دی اوښتی او ګواښ يې کړی و، چې هند ته به هيښوونکی ځواب ووايي.
تېره ورځ پاکستاني پوځيانو ويلي و، چې د هند دوه پوځي الوتکې يې نسکورې کړي او دوه پيلوټان يې ژوندي نيولي، خو وروسته يې د يوه ټپي پيلوټ ويډيو خپره کړه.
په دغه ويډيو کې نيول شوی ټپي وايي، چې د هند د هوايي ځواک پيلوټ دی.
د هند د بهرنيو چارو وزارت د ياد پيلوټ ويډيو په خپرولو پر پاکستان توندې نيوکې کړي او دا کړنه يې د جينيوا د کنيسيون څخه مخالفت بللی دی.
ملګرو ملتونو، امریکا، اسلامي کنفرانس، چين او ګڼ شمېر نورو هېوادونو له پاکستان او هند څخه غوښتي، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.