انګلستان او ویسټ انډیز یوه سیالۍ کې د شپږیزو ریکارډونه جوړ کړل/ ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ کب، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ په څلورمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د زیاتو شپږیزو وهلو بېلا بېل ریکارډونه جوړ شول.

دغه سیالۍ کې تر ۸۰۰ زیاتې منډې جوړې شوې چې په کې له ۵۰۰ زیاتې یوازې په څلوریزو او شپږیزو جوړې شوې، د جوس بټلر او کریس ګیل خوندورې لوبې څخه وروسته د انګلستان په بریا پای ته ورسیده.

که څه هم ویسټ انډیز لوبډلې ته په وروستي ۳ اورونو کې ۳۲ منډو ته اړتیا پاتې شوه خو عادل رشید په یوه اور کې ۴ لوبغاړي وسوځول او په پای کې انګلستان د ۲۹ منډو په توپير بریا خپله کړه، په یاد سیریز کې ۴ لوبې ترسره شوي، دوه انګلستان یوه ویسټ انډیز او یوه د باران له کبله لغوه اعلان شوې وه.

انګلستان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، د جوس بټلر په برق رفتار ۱۵۰ منډو چې په ۷۷ توپونو یې وکړې، ۱۲ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې په کې وې، او د لوبډلمشر ایون مورګن په ۱۰۳ منډو ویسټ انډیز ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۴۱۹ منډو هدف وټاکه.

انګلستان لوبډلې په خپله پاڼۍ کې ټولې ۲۴ شپږیزې ووهلې چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ریکارډ شو، سربېره پر دې ویسټ انډیز لوبډلې هم ۲۲ شپږیزې ووهلې چې ټولټال په یوه لوبه کې ۴۶ شپږیزې شوې او په نړیواله کچه ریکارډ جوړ شو.

په ځواب کې د ویسټ انډیز لخوا کریس ګیل په انګلستاني توپ اچونکو د شپږیزو باران جوړ کړ او په ۵۵ توپونو یې سلیزه ووهله، چې دده لپاره په یو ورځنۍ لوبو کې تر ټولو چټکه وه، نوموړي ټولې ۱۶۲ منډې جوړې کړې، ۹۷ یې توپونه ووهل، ۱۴ یې شپږیزې او ۱۱ یې څلوریزې ووهلې.

کریس ګیل په دغه منډو سره په یو ورځنیو لوبو کې خپلې «۱۰۰۰۰» منډې بشپړې کړې چې له براین لارا څخه وروسته دویم ویسټ انډیزی لوبغاړی شو، ورسره یې په نړیوالو لوبو کې شپږیزې له ۵۰۰ څخه او په یو ورځنیو لوبو کې له ۳۰۰ څخه واړولې، همدا ډول یوازینی لوبغاړی شو چې په ویسټ انډيز کې يې په یو ورځنیو سیالیو کې له ۴۰۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ په ټیسټ سیریز کې ویسټ انډيز لوبډلې بریا خپله کړې ده، وروستۍ یو ورځنۍ لوبه به د مارچ په دویمه ترسره شي او د شل اوریزو سیریز به د مارچ په شپږمه نېټه پېل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د