ورزش

الکلاسیکو: برسلونا نیمه پایلوبه کې ریال میدرید مات کړ – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ کب، ۱۳۹۷ل): په کلبي سیالیو کې د نړۍ دوه سرسخته سیالان (برسلونا او ریال میدرید) تېره شپه په یوه میاشت کې په دویم ځل د کوپا دل ری (Copa del rey) لیګ کې مخ شوې.

دغه سیالۍ چې د ریال میدرید په کورني لوبغالي «سنټیاګو برنابیو» کې ترسره شوه، برسلونا ریال میدرید ته په درې-صفر ماتې ورکړه، او د یاد لیګ پایلوبې ته یې لار وموندله.

د لوبې لومړۍ نیمایي د ریال میدرید لخوا په زړه پورې وه چې ځوان لوبغاړي وینسیس جونیر د برسلونا په ګول زورورې حملې وکړې خو ګول ساتونکي مارکینډی ټیر سټیګن یې مخه ونېوله او په ګول وهلو ونه توانېد.

د لوبې په دویمه نیمایي کې برسلونا په ۵۱مه دقیقه کې د لیویس سواریز لخوا چې عثمان ډیمبیلی پاس ورکړ لومړی ګول وواهه، دویم ګول هم چې عثمان ډیمبیلی بیا لیویس سواریز ته پاس ورکړ خو د ریال میدرید لوبغاړي رفیال وران پر ښپه ولګېد او ځاني ګول یې وواهه.

په ۷۳مه  دقیقه کې د ریال میدریدد لوبغاړي غلطۍ برسلونا ته پینالتي ورکړه، چې سواریز خپل دویم ګول وواهه، په هدې ډول لوبه تر پایه په ۳-۰ ختمه شوه او برسلونا پایلوبې ته ووتله.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه په اووم فبروري په یو-یو ګول مساوي ترسره شوې وه، بارسلونا او ریال میدرید به د اسپانیا په لا لیګا لیګ کې د مارچ په دریمه نېټه یو وار بیا مخامخ کیږي.

https://www.youtube.com/watch?v=yc862XNe5uk

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x