افغانستان

خليلزاد د قطر روانې غونډې په اړه تازه څرګندونې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ پنځمه ناسته پرون په درېيمه ورځ هم روانه وه خو نن او سبا ځنډېدلي او د شنبې له ورځې به بيا دا خبرې پيل شي.

تيره ورځ ناوخته د طالبانو د سياسي دفتر او مذاکراتي ټيم غړي ملا خيرالله خيرخواه نن ټکي اسيا ته په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې په قطر کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ خبرې دوه ورځې د خپلمنځي سلا مشورو له پاره ځنډېدلي دي.

له طالبانو سره د مذاکراتو او د افغانستان د قضيې سياسي حل په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ويلي دي چې له طالبانو سره يې خبرې په ښه توګه روانې دي او دا لړۍ به له دوه ورځنۍ وقفې وروسته د شنبې په ورځ بيا پيل شي.

خليلزاد په خپل ټویټر پاڼه ليکلي چې له طالبانو سره يې په درې ورځو کې د افغان قضيې په اړه خبرې اترې ښې وي او زياته کړې يې ده چې د افغانستان د سولې له پاره به پاخه خو کرار ګامونه واخلو او د راتلونکې شنبې په ورځ به بيا سره کينو.

نوموړي ليکلي چې په روانه ناسته کې څلور مهم موضوعات تر بحث لاندې دي چې پکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له بهرنيو جنګياليو سره د طالبانو اړيکې، د کابل حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او په افغانستان کې اوربند د يادې غونډې د بحث موضوعات دي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د سولې په اړه د قطر روانې ناستې ته د طالبانو او امريکا په شمول عام افغانان هم هيله مند دي او تمه کيږي چې په روانه ناسته کې به د افغانستان د قضيې په اړه پرمختګونه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

طالبان پخپله شه پوهيژى چى سه وكرى
زما په اند تر هغه چى توله غاصبين له هيواده نه وى وتلى نه اور بند او نه هم د مزور دولت سره خبرى كول پكار دى ، دغه دواره به پر طالب جنگياليو بد اثر وكرى.
تاسو ميدان گتلى تنزل ندى پكار.

مجاهد

ځینی فکر کوی چه ټول امریکایان او اروپایان به بشر دشمنه لیوان وی ناسمه فکر دی تجدید نظر ته اړه لری. د امریکا او اروپا هیوادو حکومتی چارواکی بشر خوړونکی لیوان دی د نور مظلوم بشریت په شان د هغو هیوادو ( چه دوی یی خبل هیوادونه ګڼی او چارواکی یی دی ) مظلوم انسانان استثماروی او د دوی د استثمارولو او کارولو د پاره ژوندی دی د استثمار تو بیر یی د نورو نړیوالو سره دا دی چه خپلو هیوادو کی یی قانونی او نورو هیوادو کی یی د برچی په زور استثماروی او غلاموی. که دغو امریکایی او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x