د لویو شاعرانو ځانګړنې

یونس تنویر

شعر اصل کې د انسان د دروني تجربو، مشاهدو او الهاماتو تعین دی او همدا شکل په دوو توکو کې راڅرګند شوی دی. موږ چې څومره شاعري مطالعه کړې ده، په هغو کې دا دوه شکلونه ډېر مهم دي، یانې د شعر ټول مفهوم او محتوا د همدې ددو توکو په واسطه را دوڅاره شوې ده، چې هغه د شعر شکل او د شعر مضمون او مانا دي.

د شعر شکل: د بیتونو ترمنځ مسلسل تړون، خجیز او څپیز تړاو، ترکیبونه او د خپلو کاونډو کلمو سره یې تړاو، تشبهي صفات او د کلمو ترمنځ د مانا وحدت، د تورو او موسیقۍ تړون، د غایب، متکلم او مخاطب داسې تظاهر، چې د کلمو په ماناو کې تعین شوی وي او نور….

د شعر مضمون: ساحرانه بیان، فلسفي مستدل تفکر، د وحدت تصور، شاعرانه اغیز، د عشق نازک انداز، د حسن نازک احساس، حماسي تمایل، کلتوري نوعیت، د جمال ازادانه اظهار، پاک او نفیس بیان او پیغام د شعر د معنا او مضمون سره تړلې خبرې دي او یا نور….

یانې د زمان له تسلسل سره سم؛ موږ په هغه دور کې یو شاعر درلوده چې د هغه وخت د مجال او کمال درلودونکې شاعري یې کړې ده او پښتو شعر ته یې لوریینه کړې ده، یانې کوم هنري کیف چې رحمان بابا پښتو غزل ته ورکړی دي، هغه کیفیت نه بیا شیدا او نه خوشحال او نه حمید ورکړی ده.

مګر کوم کیفیت چې شیدا پښتو شعر ته ورکړی دي، هغه کیفیت نه رحمان بابا او نه نورو ورکړی دی. مسله دا ده چې هر شاعر د ځانته ځانګړنې درلودونکی دی او هر شاعر خپل هنري جامه نوشي و پښتو شعر ته ورکړې ده، نو اوس موږ دا نه شو ویلای، چې ولا رحمان بابا له شیدا لوړ یا لوی شاعر و، ځکه دوی دواړه د داسې اندازونو درلودونکي ول، چې دوی خپله پرې ظاهریږي او موږ ته یې حاجت نه پاتیږي چې ووایو پلانی له پلاني لوی شاعر دي.

که چا هم ډېره شاعري مطالعه کړې وي، نو په یقیني مانا د داسې نظریې درلودونکی نه وي، ځکه هغه د هر شاعر او د هرې زمانې په ارزښت پوه وي او هر شاعر یو ارزښتمن توکی پښتو ادب ته وربښلی دي.

روښانیانو پښتو شعر ته تصوف د مسلک په توګه ورکړ، خوشحال بابا پښتو شعر د حماسیت، جدیت او تغزلي کیفیت له مخې پیاوړی کړ، رحمان بابا پښتو شعر ته هنري اطناب، صوفیانه جذبه او سهل ممتنع انداز ور ډالۍ کړ . شیدا او مومند نازک خیالي، دلربایي او… همدا ډول هر لوی او موږ او تاسو لوستی شاعر د یو ډول منفردې ځانګړنې درلودونکی دی او موږ نه شو کولای چې ځینو ته ښه او ځینو ته بد ووایو.

موږ دې دا فکر و نه کړو، چې ولا زموږ ذوق سم دي ، مګر زه فکر کوم که د شاعرانو زماني دوره بندي وکړو، نو پښتو شعر په هره زمانه کې د یو ډول نوښت درلودونکی دی. یانې پښتو ادب تاریخ چې د کومو شاعرانو شاعري او دوره بندي کړې ده، موږ په هره دوره کې د یو ډول هنر او نوښت درلودنکې یو، که موږ اوس ووایو چې روښاني دوره له هنره خالي وه، نو باید چې موږ د شعر د پیل تاریخ له هغه ځایه وکړو، چې موږ ورته ژمن یو او شاعران یې ګڼو.

مګر دا درسته خبره ده چې هره زمانه د یو ډول شاعرانه نزاکت درلودونکې نه وي، بلکې هره زمانه د ځانته ځانګړنې درلودونکې وي. که اوس شعر تعریفوو، نو بایده دا دي، چې د اوسني ارزښت سره یې سم وپېژنو.

کومه چې لویه شاعري ګڼل کیږي، نو هغه یوه شاعر ته منسوبه خبره نه ده، بلکې ډېرو لویو شاعرانو ته منسوبه خبره ده. زموږ دا خبره به ډېره د مبالغې ډکه وي، چې موږ ووایو چې خوشحال د ټول شعر پلار دي، ځکه چې لویه شاعري یوه زاویه نه وي، یو تعریف نه وي، د یوه شاعر شاعري نه وي، بلکې د ډېرو لویو شاعرانو د شعرونو یو ګډ امتزاج دی، چې پښتو شعر ترې جوړښت موندلی دی.

محمدالله تبسم یوه ورځ په کمینټز بحث کې په دې اعتراف کاوه چې موږ په پښتو کې د حمزه بابا په څېر شل نور شاعران هم لرو. دا ډېره نادرسته او ناروا خبره ده، فکر وکړئ، چې موږ یو حمزه بابا په پښتو شاعرۍ کې لرونو، نو پښتو شعر ته یې، تغزلي بیان، کلتوري نوعیت، پښتنې جمال، تصوفي تغزل، وجودي او شهودي تظاهر او … نو که موږ شل حمزه بابا نور هم درلودل، نو تاسو یقین وکړئ، چې زموږ شعر به د نړۍ په موجوده زمانې کې د سیالۍ څوک نه ول.

یانې موږ به هیڅ وخت بیا حمزه بابا پیدا نه کړو او نه به موږ بیا حمزه بابا ولرو. دا ډېره ناروا او جاهلانه خبره ده چې موږ ووایو چې موږ شل حمزه بابا لرو.

ایا دا څوک ثابتولی شي؟ ایا حمزه بابا دې لوستی او که وي، نو د کوم خصوصیت او طرز درلودونکی دي، شاعرانه مضامین او جوړښت یې څه دی؟

ایا که مسله د جوړښت او نوعې وي، نو موږ بیا زیات شاعران لرو، مګر نوعه سړی شاعر کولای نه شي او نه هم نوعه سړی حمزه بابا کولای شي. شعر بل شی دي ، چې لوی خلک او شاعران یې پېژني.

موږ دا خبره حقه ګڼو چې ناګار لوی شاعر دي او پښتو شعر ته یې د مقدساتو د ارزښتونو، او انقلابي حماسو رنګ او خوند ورکړی دی. موږ که د شاعرانو په حق کې خبره کوو، نو راځې له تعصب تېر شو او د شعر په اصل ځان پوه کړو. مرحوم پسرلی لوی شاعر په دې چې پښتو شعر ته یې مستدل فلسفي تفکر سربیره لا نور ارزښتمن توکي یې ورکړې دي.

او سالک په رښتیا لوی شاعر دي ، چې تغزلي تصوف یې په زرینو زلفو تړلی دی. مرحوم تسنیم او مرحوم درد په رښتیا لوی شاعران دي، ځکه چې پښتو شعر یې له نفسیاتي بیانه مالامال کړ. کاروان او درویش د هغو لویو شاعرانو څخه دي، چې پښتو شعر یې له تراژیدیک او عاطفي بیانه مالامال کړی دی.

یانې د پښتو شعر دایره د ډېرو لویو شاعرانو څخه متشکله ده او موږ نه شو ویلای چې پلانی له پلاني لوی شاعر دي.

خو د مرحوم قیام الدین خادم دا خبره ډېره د مننې وړ ده چې ویلې یې و: خوشحال بابا په رښتیا لوی شاعر و، مګر رحمان بابا له شاعر هم لوی و، نو د حمزه بابا مقام په معاصر دوره کې د همدې بابته ثابت شوی دی، نو په دې وجه دا ډېره هیله بښونکې خبره ده، چې موږ بیا داسې شاعران نه شو مینده کولای.

پای