نړۍ

ټرمپ: د پاکستان او هند تاوتريخوالی په کمېدو دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ پيدا شوي تاوتريخوالي په اړه هيله ښکاره کړې، چې دغه ستونزه به ژر حل شي او زیاته کړې يې ده، چې شته تاوتريخوالی به کمېدو دی.

امریکايي رسنيو ليکلي، چې ويتنام کې د شمالي کوريا د مشر کېم جون اونګ سره له ليدو وروسته ټرمپ رسنيو ته وويل، چې د هند او پاکستان تاوتريخوالي  په اړه يې هيله بښونکي راپورونه ترلاسه کړي، خو په دې اړه يې  نور جزيات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت هم پر دواړو هېوادونو غږ کړی و، چې د کرښې دواړو غاړو ته هر ډول پوځي عمليات ودروي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د سپينې  ماڼۍ د ملي  امنيت شورا هم په دې اړه اندېښنه ښکاره کړې وه، چې د هند او پاکستان ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي له امله د خطرناکې جګړې پيښېدو امکان شته.

 د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له خپل پاکستاني او هندي سيالانو سره د ټيليیفوني اړيکې پر مهال له اسلام اباد او نوي ډيلي غوښتي وو، چې د هند او پاکستان جګړه د ټولې جنوبي  اسيا امنيت ته ګواښ پېښوي او د ستونزو زياتولو پر ځای بايد دواړه هېوادونه د مستقيمو اړيکو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

هند هم له پاکستانه غوښتي، چې له نورو پوځي عملياتو لاس واخلي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

پاکستان د هند وړانديز ته مثبت ځواب ويلی او د هندي د نيول شوي هندي پيلوټ د خوشې کولو ژمنه يې کړې ده.

تېره ورځ پاکستاني پوځيانو ويلي و، چې د هند دوه پوځي الوتکې يې نسکورې کړي او دوه پيلوټان يې ژوندي نيولي، خو وروسته يې د يوه ټپي پيلوټ ويډيو خپره کړه.

په دغه ويډيو کې نيول شوی ټپي وايي، چې د هند د هوايي  ځواک پيلوټ دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت د ياد پيلوټ ويډيو په  خپرولو پر پاکستان توندې نيوکې کړي او دا کړنه يې د جينيوا د کنيسيون څخه مخالفت بللی دی.

ملګرو ملتونو، امریکا، اسلامي  کنفرانس، چين او ګڼ شمېر نورو هېوادونو له پاکستان او هند څخه غوښتي، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x