پيښور: نامعلومو وسله والو په يو قاضي بريد کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان پښتونخوا ايالت په مرکز پيښور کې نامعلومو وسله والو د پيښور محکمې د قاضي په موټر بريد کړی دی او نوموړی يې له خپل موټر چلونکي سره ټپي کړی دی.

د پيښور پوليس وايي چې د پيښور محکمې قاضي محمد ایوب په موټر په حيات اباد کې نامعلومو وسله والو بريد کړی دی چې په کې نوموړی او موټر چلونکی يې ټپيان شوي دی.

سرچينه وايي چې له پيښې وروسته ټپي قاضي او موټر چلونکی يې د پيښور کمپليکس روغتون ته لېږدول شوي دی او بريد ګر له سيمې څخه تښتېدلي دي خو په اړه يې پلټنې روانې دي او زیاته کړې يې ده چې بريد ګر به ژر ونيسي.

بل لور ته د پيښور محکمې قاضيانو او څارنوالانو په قاضي محمد ايوب د بريد په غبرګون کې کاربنديز اعلان کړی او ويلي يې دي چې تر هغې به خپلې چارې بيا پيل نه کړي تر څو حکومت په قاضي ايوب بريد ګر ونه نيسي.

له پيښې وروسته د بلوچستان ايالت د محکمې قاضيانو هم د يادې پيښې په اړه د اعتراض کولو خبر ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د