بلخ: طالبانو درې امنيتي پوستې سقوط کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو د بلخ ولايت په چهاربولک او کشنده ولسواليو کې درې امنيتي پوستې سقوط کړی او د دوو قومندانانو په ګډون يې څوارلس تنو امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې طالبانو د بلخ ولایت کشنده ولسوالۍ کې دوه او په چهاربولک ولسوالۍ کې يې يوه امنيتي پوسته سقوط کړې ده چې په نتيجه کې يې د قومندان کريم او قومندان غلام رسول په ګډون ۸ تنه امنيتي سرتيري وژل شولي او شپږ نور ټپيان دي.

مجاهد ويلي دي چې په دې بريدونو کې يې يوه اندازه سپکه او درنه وسله هم له امنيتي ځواکونو څخه نيولې ده.

بل لور ته د بلخ سيمه ييز چارواکي هم د طالبانو بريدونه تاييدوي او وايي چې دطالبانو په بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه د بلخ ولايت په کشنده ولسوالۍ بريد کې د قومندان غلام رسول په ګډون پنڅه پولیس وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.

همدا راز عادل ویلي دي چې طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ په سبزکار سيمه کې هم په امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې يو پوليس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

عادل د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې هم د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړو خبر ورکړ خو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ويل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د