ورزش

حضرت الله ځاځي په شل اوريزو نړيوال رينکينګ کې اووم مقام خپل کړ

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۹ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې ځوان چټک چپ لاسی توپوهونکی حضرت الله ځاځی په نړيوالو شل اوريزو لوبو جدول کې خپل تر ټولو غوره اووم مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړيوالې شورا څخه په خپاره شوي خبر کې ويل شوي چې د ايرلينډ پر وړاندې په زړه پورې لوبې ځاځی ۳۱ نمبره مخکې کړ چې له ۳۸م څخه په اووم نمبر شو، نوموړی ۷۱۲ پواينټونه لري.

حضرت الله ځاځي د ايرلينډ پر وړاندې درې شل اوريزو سياليو کې په ۱۰۲ غوره اوسط ۲۰۴ منډې جوړې کړې چې له مخې يې ۱۶۲ ناسوځېدلې زياتې منډې هم وکړې.

ځاځي په دغه سيريز کې يو شمېر ريکارډونه په خپل نوم کړل چې له برخې يې:

زياتې «۱۶» شپږیزې وهل
دويم نمبر زياتې «۱۶۲» منډې جوړول
دريم نمبر چټکه «۴۲ توپونو» سليزه وهل
د «۲۳۶» زياتو منډو ملګرتيا
د «۲۷۸» زياتو منډو هدف..

د نوموړي سربېره محمد نبي او عثمان غني په توپوهنه، مجيب الرحمن او کريم جنت په توپ اچونه کې مخکې شوي دي، راشد خان په توپ اچونه کې خپل لومړی او محمد نبي په آلراونډرانو کې دريم مقام ساتلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x