د ایران ولسمشر د بهرنيو چارو د وزير استعفا رد کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د ایران ولسمشر حسن روحاني د بهرنيو چارو د وزير جواد ظریف استعفا رد کړې او له هغه يې غوښتي، چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

جواد ظريف وړمه ورځ د خپل انسټاګرام په اکاونټ له خپلې  دندې استعفا اعلان کړې وه، خو هغه مهال د ایران ديپلوماتيکو سرچينو ويلي و، چې د ظريف له استعفا سره ډېری ایراني ديپلوماتانو له ولسمشر روحاني غوښتي وو، چې د بهرنيو چارو د وزير استعفا ونه مني.

ولسمشر روحاني د جواد ظريف د استعفا ليک په ځواب کې ويلي و : «زه دا وايم، چې ستا استعفا د هېواد په ګټه نه ده او له همدې امله بايد ته خپل کار ته دوام ورکړې.»

د ایران رسمي خبري اژانس د ولسمشر روحاني له قوله ليکلي، چې له غربي هېوادونو سره د پوهاوي لپاره د جواد ظريف شتون اړين دی او د هغه استعفا به د هېواد د ملي ګټو خلاف وي.

جواد ظريف له خپلې  استعفا وروسته رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې د بهرنيو چارووزارت په کارونو کې د بې ځايه مداخلې له امله دی اړ شو، چې  خپله دنده پرېږدي.

خو د ولسمشر له لوري د هغه د استعفا له رد کېدو وروسته جواد ظريف يو ځل بيا خپله دنده پيل کړې او نن بېرته خپلې دندې ته تللی و.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د