ادبي لیکنيخبرتیاوی او پیغامونهپښتو کتابونه

سيند په کوزه کې؛ يو بې ساری کتاب چاپ شو

داسې يو کتاب چې د پښتو کتابونو په ډګر کې سيال نه لري، د لومړي ځل له پاره د چاپ په ګاڼه سنبال شو.

دا کتاب د ښاغلي استاد حامد افغان ( سيند په کوزه کې) کتاب دی چې رښتيا يې هم سيند په کوزه کې راټول کړی دی او په نسبتاً وړو مضامينو کې يې ستر مفاهيم او مرغلرې پېيلي دي.

دا کتاب چې په کې تر پنځو سوو پورې خوندورې کيسه ګۍ راټولې شوي دي، تازه تازه چاپ شوی او د مطالعې له پاره د مينه والو لاسونو ته ان شاء الله راتلونکې اوونۍ لاس په لاس کېدونکی دی.

کيسه ګيو چې په پښتو ادب کې يې په دې وروستيو کې ځانګړی مقام او ارزښت وموند، په کې ليکوال هڅه کوي چې په څو جملو او يا يو پرګراف کې بشپړه کيسه او يا لوی مفهوم ځای په ځای کړي.

په دې کتاب کې د ماشومانو، ځوانانو او مشرانو واخله ان تر ميرمنو پورې په کې هر څوک د خپل ځان په اړه يو څه لوستلی شي او ټولو ته ګټور او د لوستلو وړ دی.

دا کتاب ايمان خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی چې د هيواد په بيلابيلو او همدا راز د پيښور په کتاب پلورنځيو کې ترلاسه کيږي.

واټس ايپ: 0093782357841

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فردا

بحر در کوزه د حسین زرینکوب یو کتاب خورا کلونه پخوا چاپ شوی وو.

عبدالمالک همت

د ايراني ليکوال او ادبي منتقد ډاکټر عبدالحسين زرين کوب د کتاب (بحر در کوزه) موضوع بېله ده او د محترم استاد محمد وزير حامد د ( سيند په کوزه کې) کتاب منځپانګه بېله (وړې وړې کيسې) دي. د زرين کوب کتاب د مولانا جلال الدين بلخي رحمة الله عليه د مثنوي معنوي د کيسو او تمثيلاتو د کره کتني او تفسير په اړه دی او په ( سيند په کوزه کې) تر پنځو سوو پورې خوندورې کيسه ګۍ راټولې شوي دي. اوس خو ( سيند په کوزه کې) بېل پښتو نوم دی او (بحر در کوزه) فارسي نوم دی.… نور لوستل »

غوربندي

عزتمند حامد افغان صاحب ته ددې لوی خدمت مبارکي وايم،،،

الحاج استاذ بیانزی

حامد افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! تر ټولو لمړی تاسی ته ستاسی په یو وار د دری لویو او مهمو کتابو چاپیدل مبارکی وایو الله ج دی اجرونه درکړی چه خپل ټول ژوند دی افغانی ټولنی د اصلاح دباره وقف کړی . افغانی ټولنی ته چه ستاسی په شان لیکوالان او علما لری د هیلو غونچی وټوکیدلی. الله ج دی اجرونه درکړی او د دی ډول خدمت تر سره کولو لا ډیر توفیق درکړی. ستاسی دغه کتابونه څرنګه ترلاسه کولای شو، انلاین یی هم ترلااسه کولای شو که بله کومه وسیله هم ستون لری چه ستاسی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx