سيند په کوزه کې؛ يو بې ساری کتاب چاپ شو

داسې يو کتاب چې د پښتو کتابونو په ډګر کې سيال نه لري، د لومړي ځل له پاره د چاپ په ګاڼه سنبال شو.

دا کتاب د ښاغلي استاد حامد افغان ( سيند په کوزه کې) کتاب دی چې رښتيا يې هم سيند په کوزه کې راټول کړی دی او په نسبتاً وړو مضامينو کې يې ستر مفاهيم او مرغلرې پېيلي دي.

دا کتاب چې په کې تر پنځو سوو پورې خوندورې کيسه ګۍ راټولې شوي دي، تازه تازه چاپ شوی او د مطالعې له پاره د مينه والو لاسونو ته ان شاء الله راتلونکې اوونۍ لاس په لاس کېدونکی دی.

کيسه ګيو چې په پښتو ادب کې يې په دې وروستيو کې ځانګړی مقام او ارزښت وموند، په کې ليکوال هڅه کوي چې په څو جملو او يا يو پرګراف کې بشپړه کيسه او يا لوی مفهوم ځای په ځای کړي.

په دې کتاب کې د ماشومانو، ځوانانو او مشرانو واخله ان تر ميرمنو پورې په کې هر څوک د خپل ځان په اړه يو څه لوستلی شي او ټولو ته ګټور او د لوستلو وړ دی.

دا کتاب ايمان خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی چې د هيواد په بيلابيلو او همدا راز د پيښور په کتاب پلورنځيو کې ترلاسه کيږي.

واټس ايپ: 0093782357841

تبصرې (3)

  • د ايراني ليکوال او ادبي منتقد ډاکټر عبدالحسين زرين کوب د کتاب (بحر در کوزه) موضوع بېله ده او د محترم استاد محمد وزير حامد د ( سيند په کوزه کې) کتاب منځپانګه بېله (وړې وړې کيسې) دي. د زرين کوب کتاب د مولانا جلال الدين بلخي رحمة الله عليه د مثنوي معنوي د کيسو او تمثيلاتو د کره کتني او تفسير په اړه دی او په ( سيند په کوزه کې) تر پنځو سوو پورې خوندورې کيسه ګۍ راټولې شوي دي. اوس خو ( سيند په کوزه کې) بېل پښتو نوم دی او (بحر در کوزه) فارسي نوم دی. خو که بېخي د دواړو کتابونو نومونه يو ډول هم وي اما موضوعات يې بېل وي هيڅ پروا نه کوي. که محترم فردا صاحب د قرآن کريم د تفسير د کتابونو نومونه و پلټي د (التفسير الوسيط) په يوه نامه څلور تفسيره، څلورو مفسرينو کرامو ليکلي دي.
    زه پياوړي ليکوال جناب حامد افغان صاحب ته د دې ښکلي کتاب د خپرېدو مبارکي وايم او په قلمي جهاد او چوپړ کي د لا زياتو برياليتوبونو هيله ورته کوم والسلام.