ورزش

له نبي او راشد وروسته دولت ځدران هم «۱۰۰» ويکټې پوره کړې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۹ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان چټک تکړه توپ اچونکي دولت ځدران په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې «۱۰۰» ويکټې واخيستې.

دولت ځدران چې تېره اوږده موده له نړيوال کرېکټ څخه بهر و د راتګ سره سم د ايرلينډ لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول او د سلو ويکټو څلی يې بشپړ کړ، نوموړي اوسمهال په ۷۰ لوبو کې «۱۰۱» ويکټې اخيستي دي.

له دې وړاندې راشد خان لومړی افغان لوبغاړی و چې سل ويکټې يې بشپړې کړي، نوموړي په سلو ويکټو پوره کولو سره وړانديني ټول ريکارډونه مات کړي وو، دا مهال يې په ۵۷ لوبو کې ۱۱۹ ويکټې اخيستې دي.

محمد نبي دويم افغان لوبغاړی دی چې سل ويکټې يې بشپړې کړي، نوموړي په ۱۰۶ سياليو کې ۱۱۵ ويکټې اخيستې دي.

د يادونې ده چې د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه پېل شوې، په ياده لوبه کې ايلينډ افغانستان ته د ۱۶۲ منډو هدف ټاکلی دی، په دې لوبه کې مجيب الرحمن او دولت ځدران ۳-۳ ويکټې واخيستې.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x